لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په فراه بيا طالبانو بريدونه کړي دي


د افغانستان په لويديځ کې فراه ولايت باندې تيره شپه طالبانو وسله والو يو ځل بيا بريدونه کړي دي، طالبان د يوې ورځې جګړې وروستو پرون په شاتمبول شوي وو.

طالبانو درې شپې وړاندې په فراه بريدونه کړي او د نهې په ورځ د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د يوې ورځې د جګړې وروستو طالبان په شا تمبول شوي وو.

افغان رسنیو د ځايي خلکو له قوله ويلي تيره شپه طالبانو بيا په فراه بريدونه پېل کړي او تر سهاره پورې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه وه.

ځايي چارواکو ويلي طالبان د عامو خلکو په کورنو کې پټ شوي او د هلته نه يې بريدونه پېل کړي او د پوليس په مرکزي دفتر درې ځانمرګو ځانونه هم الوزولي دي.

چارواکو ويلي د طالبانو پرضد د ځمکنيو عملیاتو سره هوايي بريدونه هم شوي دي.

پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ د دفاع وزارت ویلي ؤ، د افغان دفاعي ځواکونو په ځمکنو او هوايي عملیاتو کې طالب وسله وال په شا تمبول شوي د ښار په چاپېره برخو کې د پاکوالي عمليات دوام لري.

وزارت ويلي د جګړې په جریان کې ۱۹۸ تنه ترهګر وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي، او د فراه ولایت سره په نورو ولسوالیو کې د پاکولو عملیات په پراخه کچه دوام لري او دفاعي او امنیتي ځواکونه دښمن تعقیبوي.

خو د طلوع نیوز ترمخه د لويديځ فراه ولايت ګورنر عبدالبصير سالنګي ويلی د يوې ورځې پورې روانې جګړې کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوي او نزدې ۲۰۰۰ طالبانو وسله والو دغه بريدونه کړي وو.

نوموړي ویلي په دغو عملياتو کې لس پوځي سرتيري، لس پوليس او پينځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

افغانستان کې نړیوالو ځواکونو نېټو په فراه کې د افغان ځواکونو عمليات ستايلي چې طالبان يې په شا تمبولي وو.

د نېټو چارواکو ويلي دوي افغان ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې مشورې ورکوي او په هوايي عملياتو کې يې ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG