لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره د ۲۰ اووريزو سیاليو دپاره بنګله دېش لوبډله اعلان کړه


د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د افغانستان سره د درېو ۲۰ اووريزو سياليو دپاره لوبډله اعلان کړې او خپل ياد بېټسمېن مصدق حسېن يې په ۱۵کسيزه لوبډله کې شامل کړی دی.

د شکېب الحسن په مشرۍ مصدق حسېن يو کال وروستو بيرته په لوبډله کې شامل کړی شوی دی.

د افغانستان په کوربه توب بنګله دېش سره د درېو ۲۰ اووریزو لوبو سيالۍ په هند کې ټاکل شوي دي.

په هند کې به دغه سیالۍ د جون د درېمې نېټې نه تر اوومې نېټې پورې ترسره شي.

د مصدق بيرته لوبډلې ته په راتګ د بنګله دېش کرکټ بورډ چيف سېلېکټر منهاج العابدين ويلي، هغه يو تکړه لوبغاړی دی.

د بنګله دېش لوبډلې نه بالر تسکين احمد او وکټ کيپر نورالاحسن بهر کړی شوي دي.

افغانستان دغه لوبې د هند سره د خپل يواځينې ټيسټ سيالۍ نه وړاندې کوي،افغانستان به د هند سره په بنګلور کې د ۱۴م جون نه تر ۱۸م پورې مخامخ کيږي.

افغانستان دا وخت د ۲۰اووريزو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې د بنګله دېش دوه درجې مخکې دی.

د افغانستان سره د سياليو دپاره د بنګله دېش اعلان کړې لوبډله کې کپتان شکېب الحسن، مرستيال محمدالله، تميم اقبال، سوميه سرکار، ليټن ډاس، مشفيق الرحيم، صابررحمان، مصدق حسېن، عارف الحق، مهدي حسن، ناظم الاسلام، مستفيظ الرحمان، ابوحېدر، روبيل حسېن او ابوجېد شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG