لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په جګړه کې د پرمختګ نښې ليدل شوي


د امريکې د څار ادارې ویلي د صدر ټرمپ د سویلي اسيا په تګلاره کې د افغانستان په جګړه کې د کال په لومړيو درېو میاشتو کې د پرمختګ ځينې نښې ليدل شوي دي باوجود د خلکو د ادعاؤ چې وسله وال طالبان په امريکايي پوځونو پسې وو.

د څار په رپورټ کې ويل شوي په داسې حال کې چې طالب وسله والو وژونکي بريدونه دوامداره ساتلي، د افغان ځواکونو په عملياتو کې د پرمختګ نښې ليدل شوي دي.

په درې مياشتنې رپوټ کې ويل شوي چې طالبانو او داعش په کابل کې غټ بریدونه کړي ډېری خلک يې وژلی خو په موجودو پېمانو کې د پرمختيا نښې ليدل شوي دي.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېر اګست په مياشت کې د افغانستان په اړوند خپله نوې تګلاره اعلان کړې او د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې ته يې درې زره نور سرتيري لېږلي دي.

د رويټرز ترمخه په عامه توګه امريکايي چارواکو د افغانستان وضعيت هيله مند وړاندې کړی او د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي او نړيوالو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن ویلي دغه هېواد په کونج بدل شوی دی.

رپوټ کې ويل شوي چې د جنورۍ نه تر مارچ پورې درېو مياشتو کې طالبانو علاقې نیولي او د کابل ترڅنګ په ټول هېواد کې يې بریدونه کړي دي.

د پېنټاګون وياند کرنل روبرټ مېننګ ويلي پوځ محسوس کړې چې پرمختګ روان دی.

څيړونکي وايي د امريکايي پوځ لخوا د مختلفو نظرونو په ذهن کې ساتلو سره خلکو ته دغه ډول اعلانونه د ډاډګېرنې او مثبتو جذباتو رامنځه کولو او منفي د مينځه لرې کولو دپاره کارول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG