لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني:په پینځوؤ ولسوالیو ډله ییز بریدونه،۲۰امنیتي سرتیري وژل شوي


دغزني سیمه ییزو چارواکو ویلي طالبانو د دوشنبې په شپه دغزني مرکز په کډون په پینځوؤ ولسوالیو پراخ ډله ییزبریدونه وکړل چې له امله یې دجغتو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ترنیولو وروسته یې ولسوالۍ ته اور اچولی او ګن شمیر وسلې اوپوځي تجهیزات دمخالفینو لاس ته ورغلي دي.

دغزني ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي په ده یک ولسوالۍ کې چې اوس هم دافغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، د تیرې شپې د جګړې په پایله کې د پولیسود ځانګړوځواکونو قومندان اوهمداراز د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان په ګډون ۲۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوسفي وویل "طالبانو تیره شپه دغزني په ده یک او جغتو ولسوالیو بریدونه ترسره کړل دجغتو امنیه قومدانۍ له نیولو وروسته طالبانو ولسوالۍ سوځولې ده او همداراز ده یک ولسوالۍ هم دطالبانو ترولکې لاندې راغلې ده ،مرک ژوبله هم افغان امنیتي ځواکونو طالبانو ته رسیدلې،د دیک ولسوالۍ امنیه قومندان او همداراز د غزني دپولیسو د ځانګړې قطعې قومندان په وژل شویو امنیتي سرتیرو کې شامل دي"

دغزني والي ویاند اصف نوري امریکا غږ ډیوه ته د طالبانو دتیرې شپې دبریدونو په اړه وویل، د غزني دمرکز په ګډون په ۵ ولسوالیو طالبانو پراخ ډله ییز بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړه" تیره شپه ۱۲ بجې اوهمداراز ۱ بجه طالبانو د غزني مرکز په یوې امنیتي او همداراز د جغتو ،ده یک ،قرباغ ،اندړاو ګیرو ولسواليو باندې ډله ییزاو وسله والې جګړې پیل کړي او دسهار تر۵ بجونښتو دوام درلود ،دجغتو او ده یک ولسوالیو نه بغیر په نورو دریو ولسوالیو کې طالبان له ماتې سره مامخ شوي دي"

والي ویاند دجغتو ولسوالۍ او همداراز د دیک ولسوالۍ دطالبانو لخوا دنیول کیدو دپوښتنې په ځواب کې وویل چې د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته طالبان ننوتی و خو تر یو نیم ساعته جګړې وروسته طالبان بیرته شاه تک ته اړ شوي او همداراز دیک ولسوالۍ تر دیوالونو هم طالبان رسیدلي وؤ خو د کومکي ځواکونو په رسیدلو سره طالبان له دې ولسوالیو په شاه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ده یک ولسوالۍ په شاوخوا کلیو کې اوس هم جګړه روانه ده خو د ولسوالۍ دسقوط ګواښ له منځه وړل شوی دی.

ویاند نوري د اوښتو تلفاتو په اړه وویل"په ټوله کې ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان فیض الله توفان او دغزني دپولیسود ریزرف قطعې قومندان حاجي برکت الله په ګډون ۱۲ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او په ۱۵ تنه نور ټپیان شوي،طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیر یې نه دی معلوم ځکه دامهال دطالبانو پرضد په غزني کې پراخ عملیات دوام لري "

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې دغزني ولایت دخلکو استازو ویلي وه چې طالبان دغزني ولایت مرکز او د ولسوالیو د سقوط لپاره ځانګړي پلان ترلاس لاندې لري اوله افغان امنیتی چارواکو څخه یې غوښتي و چې دطالبانو دبریدونو دمخنیوي لپاره بشپړچمتوالي ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG