دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران تور لګولی چې دافغانستان طالبانو سره د پیسو اؤ وسلو دمرستو کولو له لارې غواړي چې افغانستان کې تاؤ تریخوالي ته لمن ووهي اؤ افغانان سولې ته ونه رسیږي.
واشنګټن کې د ایران په هکله د امریکا د نوې تګلارې اعلانولو په وخت دبهرنیو چارو وزیر ګواښ وکړو چې که ایران د ترهګرو د ملاتړ نه لاس وانه خستو نو داسې ستخت بندیزونه به پرې ولګول شي چې له هغې به ورته بیا وتل ګران وي.
هغه وویل اوس هم د القاعده مهم مشران په ایران کې پټ دي اؤ ایران نه غواړي چې دغه ورانکاري محکمې ته وړاندې کړي.
هغه وویل که ایران د نړۍ اؤ سیمې په کچه د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د طالبانو اؤ القاعدې مشرانو سره د ملاتړ نه لاس وا نه خلي نو واشنګټن به ورسره خبرو ته غاړه نه ږدي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د اټومي ټرون د ختمولو اعلان کړی ؤ چې د هغې راپدیخوا د دواړو هیوادونو ترمینځ لفظي شخړو سر راپورته کړی .
د ایران صدر ښاغلي حسن روحاني د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د اوسنیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي نړۍ هیڅکله دا نه شي منلی چې د سرنوشت په اړه پریکړې به یې امریکا کوي ، هغه ویلي دنړۍ خپلواک هیوادونه حق لري چې خپلې فیصلې پخپله وکړي