لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان د برمل سیمې خلک وایي باغونه یې وچ شول مجبور دي کډې وکړي


برمل تحصیل د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه لوېدیځ لور ته پرته سیمه ده، چې د افغانستان پولې ته ور څېرمه ده او په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې د ترهګرۍ له امله ډېره ځپل شوې او اوسېدونکي یې د ژوند د بېلابېلو اسانتیاوو د نشتوالي شکایت کوي.

د برمل یو اوسېدونکی سیف الله وایي دوی د ژوند له بنیادي اسانتیاوو محروم دي، نه د ماشومانو د تعلیم لپاره سکولونه لري او نه د څښلو پاکې اوبه لري:

"سړکونه مو پاخه نه دي، موږ له دې ځایه واڼه بازار ته د سکول ویلو لپاره ځو، د ګاډي مزل خو پینځلس شل کیلومیټره لرې مزل دی".

یو بل ځایي سپین ږیري ملک دستګیر وي.او.اې ډیوه ته وویل، د اوبو نشتوالي له سختو ستونځو سره مخامخ کړي دي، چې که غم یې ونه خوړل شي نو دوی به مجبور وي چې له برمل څخه کډه شي:

"برمې مو ووهلې، پیسې مو په ولګولې خو اوبه پینځوس شپېته ګزه لاندې لاړې او را ونه وتلې، که حکومت موږ ته ټیوب ویلونه را ونه لګول نو مجبور یو چې نورو سیمو ته به ځو، زموږ یوولس دوولس سوه ونې وچې شوې خړه مځکه پاتې شوه".

د برمل یو بل اوسېدونکی احمد وزیر وایي په برمل کې د خلکو ژوند ډېر وروسته پاته دی ځکه چې وایي هلته نه سکول شته، نه روغتون شته او نه بجلي شته:

"دلته د اکثرو خلکو د روزګار ذریعه کرهنه ده، خو دلته د اوبو کچه بېخي لاندې روانه ده، موږ له حکومته غواړو چې دلته واړه ډېمونه جوړ کړي او له ځایي کروندګرو سره مرستې وکړي، همدارنګه دي سکولونه او ډیسپینسرۍ فعالې کړي".

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د سېنټ قایمه کمېټۍ تېره اوونۍ د هېواد د کمو پرمختللو یا وروسته پاتو سیمو په اړه یوه غونډه کړې وه او د مرکزي حکومت چارواکو ویلي وو، چې قبایلي سیمې د دې هېواد تر ټولو وروسته پاته سیمې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG