لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان او مجيب د ايي پي اېل په غوره بالرانو کې دي


د افغانستان درې لوبغاړي د هند په پريمئيرليګ (ايي پي اېل) سياليو کې لوبيږي چې پکې دوه لوبغاړي پرله پسې لوبيږي خو دوه نوي اسپېنران يې د کال ۲۰۱۸م په ايي پي اېل کې د نوؤ چالونو سره راغلي دي.

په ايي پي اېل کې درې افغان لوبغاړي محمدنبي، راشد خان او مجيب الرحمان برخه اخلي.

راشد خان او مجیب په ايي پي اېل کې ښه بالينګ کړی او په شريکه يې تراوسه پورې ۳۲ وکټې ترلاسه کړي دي.

د کرکټ وېب پاڼې کريک انفو په ۲۰ اووريز کرکټ کې دغو دواړو بالرانو ته زيات ځورؤنکي بالران ویلي دي.

د شمېرو ترمخه راشد خان د کمو رنزونو ورکولو سره د کرکټ د نړیوال کونسل په درجه بندۍ کې راغلی دی.

مجيب چې د ټپي کېدو له امله د کنګ الېون پنجاب لوبډلې نه بهر شوی هغه تراوسه پورې ګواښوونکی بالينګ کړی دی.

دغو دواړو لوبغاړو بالرانو په نړيواله کچه خپل ځان ښکاره کړو او په راتلونکې کې يې د خپل ځان او نورو افغان لوبغاړو دپاره موقعې برابرې کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG