لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ځپلو قبایلي سیمو د بیارغونې لپاره د پینځلسو کلونو پیسې چا وخوړې؟


د قبایلي سیمې اوسېدونکی د پولیسو یو پخوانی افسر رحمت خان مسید وایي، په تېرو پینځلسو کلونو کې چې د ترهګرۍ ځپلو قبایلي سیمو د بیارغونې لپاره کومې بودیجې مرکزي حکومت اعلان کړې دي هغه خلکو ته نه دي رسېدلې او د دې پلټنه دې وشي.

ښاغلي مسید له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دې اړه یې د پاکستان د ستر عدالت (سپریم کورټ) د بشري حقونو څانګې ته درخواست ورکړی او غوښتنه یې ځنې کړې، چې په مرکزي بجټ کې د قبایلي سیمو لپاره کومه بودیجه ټاکل شوې هغه دې دوی ته ورکړل شي:

"زموږ لپاره ډېر فنډونه ځانګړي شوي او حکومت منظور کړي وو، خو هغه فنډونه لا موږ ته را رسېدلي نه دي، ځکه چې سهي استعمال شوي نه دي او خردبرد [غلا] پکې شوې ده".

ښاغلی رحمت مسید وایي په تېرو پینځلسو کلونو کې چې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ کومه جګړه وشوه او په نتیجه کې یې کومه تباهي او د خلکو تاوانونه وشول، د دې د بیارغونې لپاره ځانګړې بودیجې ټاکل شوې وې او همدارنګه چې کومې نړیوالې مرستې راتلې په هغه کې په پراخه پیمانه کرپشن شوی دی:

"هر کال به فنډ راته د هغه حساب کتاب نه شته، موږ سپریم کورټ ته وویل چې ستاسې اختیار خو اوس قبایلي سیمو ته هم وغزېد، نو تاسو مهرباني وکړئ د دې ځانګړی احتساب وکړئ چې دا پیسې او زموږ حقوق چرته لاړل".

رحمت مسید وایي د وزیرستان او نورو قبایلي سیمو د بیارغونې لپاره ټاکل شوې پیسې اکثر د پخواني پوځي آمر جنرل پروېز مشرف په حکومت کې بې ځایه شوې دي او د هغه مهال اړوند چارواکي پکې لاس لري.

رحمت مسید وایي د قبایلي سیمو له خلکو سره چې کوم زور زیاتی کېږي، بشري حقوق یې تر پښو لاندې کېږي او ګڼ شمېر خلک یې په جبري توګه بې درکه کړل شوي دي، نو پکار ده چې هغوی اوس سپریم کورټ او هایکورټ ته درخواستونه ورکړي، کېدای شي چې انصاف ورسره وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG