لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او روس به په لومړي ځل يو ځای په افغانستان کې کار وکړي


د هند وزيراعظم نريندرا مودي د روس صدر ولاديمير پيوټن ته په افغانستان کې په ګډه د پروژې وړانديز کړی او پيوټن قبول کړی دی.

د هندي رسنيو ترمخه مودي او پيوټن د روانې اوونۍ په سر کې په سوچي کې يو په يو ليدلي او د شپږو ساعتونو په دې ليدنه کې دغه خبره شوې چې نوی ډهلی او ماسکو به په ګډه مرسته په افغانستان کې کار کوي.

دا لومړی ځل دی چې دواړه هېوادونه به په ممکنه توګه په افغانستان کې د پرمختيا په برخه کې په ګډه پروژه ترسره کړي.

دغه ډول خبرې د چين په واهان کې هم شوې وې چرته چې د چين صدر شي ژين پينګ او مودي په څلور ساعته يو په يو ناسته کې پرېکړه کړې وه چې په افغانستان کې به په ګډه کار کوي.

انډين اېکسپرېس د سرچينو له قوله ويلي په واهان کې شي وړانديز کړی او دلته مودي ورمخکې شوی دی.

د روس لخوا دا په داسې حال کې کيږي چې په نړیواله ټولنه ټينګار کوي په ځانګړي ډول په امريکا چې د طالبانو سره خبرې وکړي يا دې د کلونو د خونړۍ جګړې سره مخ شي.

روس چې په وروستيو کې پاکستان سره یې اړيکې نزدې شوي هند د روس سره د پاکستان په اړوند د ترهګرۍ خبرې هم کړي چې دغه هېواد په نړيواله کچه د ترهګرۍ ملاتړ کوي خو ماسکو د بيجنګ په څېر دريځ لري چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ اغېرمن دی.

هند په دې ټينګار کړی چې نړيواله ټولنه بايد د خپلې جوړې او نورو جوړې کړی شوې ترهګرۍ تشريح وکړي.

هند پاکستان ته په اشارې سره ويلي، چې دوي خپل خلک په خپله د جوړو کړو ترهګرو او ترهګرو ډلو په لاس وژلي او اغېزمن شوي خو مونږ د دوي د جوړې ترهګرۍ ښکار شوي وو.

سرچينې ویلي په ناسته کې د امريکې لخوا په روس د بندېزونو په اړوند هم خبرې شوي دي.

دوي پرېکړه کړې چې د دفاع، ايټم او تجارت په برخو کې په روس کې د روان کال د نيمايي په وروستيو کې خبرې اترې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG