لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو قانوني مسوده نن پارلمان ته وړاندې کيږي


د قبايلي سيمې فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په ايينې اصلاحاتو چې سياسي ګوندونه موافق شوي نن دغه قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولی شي.

د فاټا اصلاحاتو د قانوني مسودې په اړوند د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ غونډه کې دغه پرېکړه شوې ده.

ويل شوي د مسلم ليګ ن د حکومت دوه اتحادي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعيت علما اسلام ف د مسودې مخالفت کړی خو د دوي د مخالفت باوجود به ياده قانوني مسوده نن پارليمان ته د منظورۍ دپاره وړاندې کولی شي.

د يادې قانوني مسودې منظورېدو سره به فاټا د خېبرپښتونخوا صوبې برخه شي او ورسره به پاټا چې د صوبې د واک لاندې سيمې دي هغه به هم د مينځه لاړې شي.

ویل شوي چې د دغه قانوني مسودې د منظورېدو دپاره د قامي اسمبلۍ په ۳۴۲ چوکو يا ممبرانو کې د ۲۲۸ رايې د دې په حق کې پکار دي.

د پاکستان دولتي رسنيو ویلي موقتي صدر محمد صادق سنجراني نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ د ماسپښين نه وروستو د برني اېوان سېنېټ غونډه هم رابللې ده.

محمد صادق سنجراني د سېنېټ چئيرمېن دی او د ملک د صدر په غېرموجودګۍ کې هغه بيا موقتي صدر وي.

قانون پوهان وايي د قامي اسمبلۍ نه د قانوني مسودې منظورېدو وروستو به دا برني اېوان ته سېنېټ ته د منظورۍ دپاره ولېږل شي او چې صدر کله دا لاسليک کړي نو دا به قانون جوړ شي او عملي به شي.

خو د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو پاس کول وي.

د فاټا د ايينې مسودې د منظورېدو سره به د سيمې نه د ايين ۲۴۵م ماده ختمه شي د کومې لاندې چې صدر د فاټا په اړوند واک په خپل لاس کې لري.

ځينې قانون پوهان وايي که نن پارلیماني غړي په غونډه کې پوره نشو او په درېو کې دوه برخې پوره نه شوې نو دا بل بيا د ځنډ ښکار کېدی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG