لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:دجلال اباد تروریستي پېښه به له هر اړخه ارزؤل کیږي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دجلال اباد په ښار کې ترسره شوې وروستۍ تروریستي پېښه په هر اړخیز ډول ارزؤل کیږي اؤ دښمن به دبېګناه افغانانو په وژنو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

په دې وروستیو کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښو کې د وژل شوؤ کسانو د فاتحې د مراسمو غونډې ته د ارک په جامع جومات کې ولسمشر ویلي که دښمن فکر کوي چې زمونږ د بېګناه خلکو په وژلو به خپلې شومې موخې ترلاسه کړي نو دا یې خام خیالي دي ، پخپل دریځ دې بیا فکر وکړي.

ښاغلي غني په دغه موقعه د ترهګرۍ پېښو کې د وژل شوؤ کورنیو ته ډاډ ورکړو چې “ستاسې درد او غم زما او د ټولو خلکو شریک درد دی او د دې ستر غم پر وړاندې ستاسې له صبر او حوصلهمندۍ څخه منندوی یم او هیله ده چې د شهیدانو ارزوګانې او غوښتنې پوره کړو

دفاتحې دغو مراسمو کې ولسمشر غني روانه اوونۍ کې جلال اباد کې د کرکټ د لوبې په مهال د شوؤ چاودنو په ځانګړي ډول یادونه وکړه اؤ ددغې پېښې قرباني شوؤ کورنیو ته یې ډاډ ورکړو چې دجلال اباد دترهګریزې پېښې به هر اړخیزې پلټنې کیږي.

د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه دننګرهار په سرښار جلال اباد کې دبهسودو پل ته څیرمه د کرکټ په یو لوبغالي کې دماسخوتنې دکرکټ دسیالیو په مهال بمي چاودنې شوې وې چې پکې لږ تر لږه ۱۰کسان وژل شوي اؤ تر۴۰ زیات ژوبل شوي وؤ.

په دې وروستیو کې طالبانو د الخندق په نوم د نوو جګړو پیل کولو اعلان کړی چې د هغې راپدیخوا افغانستان کې دبدامنی وضعیت په چټکیتا سره د خرابیدو په لوري روان شوی اؤ طالبانو په ګڼ شمیر مهمو دولتي سیمو اؤ ودانیو ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان دپاکستان په مرسته افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې روانه ناقراري دافغان دولت خپله کمزوري ده.

XS
SM
MD
LG