لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې عالي شورا: د عربستان په کانفرنس کې د افغانستان جګړه له دیني اړخه څېړل کیږي


افغان چارواکو ویلي د افغانستان په تړاو د نړۍ د اسلامي هېوادونو کانفرنس د سعودي عربستان په جده ښار کې د جولای په میاشت کې جوړیږي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، د علماوو د دې کانفرنس د جوړېدو هڅې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په نوښت پیل شوې او د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ د اسلامي هېوادونو سلګونه دیني عالمان به پکې برخه اخلي. نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې او ثبات لپاره نړیوال کانفرنس چې ساری نه لري د سیمې او نړۍ اسلامي هیوادونو دیني عالمان پکې برخه اخلي، د سعودي عربستان په جده ښار کې په راتلونکې جولای میاشت کې جوړیږي، په کابل کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سره چې د دې کنفرانس نوښت پرغاړه لري د سولې عالي شورا په ګډه د دې کانفرنس پر جوړېدو کار پیل کړی".

ویاند احسان طاهري زیاته کړه چې افغان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه د سولې او امن لپاره سیاسي همغږي لري، خو په سعودي عربستان کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو دیني علماوو کانفرنس له جوړېدو سره به د نړۍ او سیمې د دیني علماوو نړیواله همغږي هم ولري. هغه زیاته کړه:

"په دې کانفرنس کې به د نړۍ او سیمې دیني عالمان د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د دین له نظره بحث کوي او د افغانستان د روانې جګړې د عدم مشروعیت موضوع زموږ لپاره مهمه ده او د علماوو په دې کانفرنس کې دا فیصله کیږي".

په عربستان کې د اسلامي هېوادونو د دیني علماوو کانفرنس په داسې حال کې د جولای په میاشت کې د جوړېدو ژمنه شوې چې نیږدې دوې اوونۍ وړاندې په انډونېشیا کې د افغانستان د سولې او روانې جګړې په تړاو د افغانستان، پاکستان او انډونېشیا د دیني علماوو په جوړ شوي کانفرنس کې دیني علماوو د ګډو ناستو پر ډېرېدو او په لوړه کچه د غونډو پر جوړېدو ټینګار شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG