لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لارډز ټيسټ: پاکستان په نهه وکټو انګلېنډ ته ماتې ورکړه


د پاکستان کرکټ لوبډلې د دوه پينځه ورځنو (ټېسټ) لوبو په لومړۍ سيالۍ کې د انګلېنډ لوبډلې ته په نهه وکټو ماتې ورکړه.

د انګلېنډ په لارډز لوبغالي کې دغه ټېسټ لوبه په څلورمه ورځ سرته ورسېده، د دې لوبې پچه ټاس انګلېنډ ګټلی او لمړی بيټګ يې اخستی ؤ.

انګلېنډ په لومړي اننګز کې په ټولو لوبغاړو ۱۸۴ رنزونه جوړ کړي او د پاکستان محمدعباس او حسن علي څلور، څلور لوبغاړي سوځولي وو.

د کوربه انګلېنډ د ۱۸۴ په بدل کې پاکستان په ټولو لوبغاړو سوځېدو په خپل لومړي اننګز کې ۳۶۳ رنزونه جوړ کړي وو.

د انګلېنډ انډرسن او سټوکس درې، درې وکټې اخستې وې.

کوربه لوبډلې بيا په خپل دويم اننګز کې ۲۴۲ رنزونه جوړ کړي او پاکستان ته يې يواځې د ۶۴ رنزونو هدف ورکړی ؤ، د پاکستان محمدعباس او محمدعامر د مخالفه لوبډلې څلور، څلور لوبغاړي سوځولي وو.

پاکستان ټاکلی هدف په يو لوبغاړي سوځېدو په اسانۍ سره ترسره کړو او لوبه يې وګټله.

په ياده لوبه کې د يوې لوبډلې کوم لوبغاړی په سلو رنزونو (سنچرۍ) جوړولو کې نه دی بريالی شوی.

د پاکستان او انګلېنډ ترمنځ دوېمه سيالي به د جون په لومړۍ نېټه د ليډز په مېدان کې پېليږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG