لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه:د وچکالۍ له امله تر دوؤ میلیونو افغانان ځپل کیدی شي


ملګري ملتونه وایي د افغانستان په دریوؤ کې دوه برخې زمکه د وچکالۍ سره مخ ده اؤ ښایي دا وچکالي به افغانان د یو لړ ستونزو سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د سختې وچکالۍ له امله شاوخوا دوه میلیونه خلک د خوراکي موادو د کمښت سره مخ کیدلی شي.

ملګري ملتونه وایي د افغانستان په دریوؤ کې دوه برخې زمکه د وچکالۍ سره مخ ده اؤ ښایي دا وچکالي به افغانان د یو لړ ستونزو سره مخ کړي.

دملګرو ملتونو اړونده ادارې پخپل یو بیان کې ویلي چې د افغانستان ۷۰فیصدي برخه د بارانونو څخه محرومه پاتې شوې یا پکې ډیر کم باران شوی چې له دې امله د ژمي دپاره کرل کیدونکي فصلونه هم اغیزمن شوي دي.

ملګري ملتونه دا هم وایي چې پسرلي موسم کې د وچکالۍ سیوا کیدو له امله د افغانستان بیلابیلو سیمو نه په زرګونو خلک بې کوره شوي دي.

د رویټرز خبري رسنۍ د راپور له مخې لږ تر لږه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې له همدا اوسه خلک له وچکالۍ (سوکړې) څخه سر ټکوي.

په دغو ۲۰ ولایتونو کې د تېر ژمي په موسم کې واورې او بارانونه ۶۰ سلنه (فیصدي) کم شویدي.

په افغانستان کې د طبعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند هشمت خان بهادري ویلي

“سږ کال وچکالي دې کچې ته رسېدلې چې مونږ باید د هېواد په ګڼو سیمو کې بیړنی حالت اعلان کړو”

بهادري وړاندې وویل، ددغې ستونزې د حل لپاره به بودیجه ځانګړې شي خو باید له دغه هېواد سره د خوراکي توکو د واردولو لپاره د پیسو مرسته وشي.

په افغانستان کې د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې (یو اس آی ډي) ویلي چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې سږ کال د لوموړي ځل لپاره واوره دومره کمه ورېدلې.

په افغانستان کې د زیاتې واورې ورېدل یو مهمه مسله ده ځکه په اوړي کې بیا د همدغو واورو د ویلې کېدو له امله اوبه جوړیږي او ځمکې پرې خړوبیږي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې (یونسیف) د اپریل په میاشت کې له نړیوالو څخه د لسو میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه چې پرې وچکالي ځپلو ولایتونو کې ماشومانو او د هغوي له کورنیو سره مرسته وکړي.

یونسیف دا هم ویلي وؤ چې په لسو زیاتو متاثرو ولایتونو کې د اوبو سرچینې له ۲۰ تر ۳۰ فیصدو پورې کمې شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG