لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:د ډرون برید کې ۱۱داعشیان وژل شوي دي


افغان چارواکي وایي پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ننګرهار ولایت کې ائتلافي ځواکونو دتندروه ډلې داعش په وسله والو ډرون برید کړی چې پکې دداعش ۱۱ ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال خبریالانو ته ویلي دداعش د ترهګرو په ضد دا برید د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سیمه کې شوی چې هغوئ ته یې دروند زیان اړولی دی.

هغه دا نه دی‌ ویلي چې د ډرون دغه برید کې دداعش کوم مهم مشران هم شامل دي که ټول عام وسله وال دي خو له دې وړاندې دداعش ډیر مهم کمانډران اؤ سیمه ییز مشران په دغسې ډرون بریدونو کې وژل شوي دي.

ننګرهار دافغانستان دهاغو ولایتونو په سر کې شمیرل کیږي چې داعش پکې زیات قوي دی اؤ دغلته خپلې خوندي ځالې لري.

له دې وړاندې هم وخت وخت افغان اؤ ائتلافي ځواکونو په ننګرهار کې دداعش وسله والو باندې هوایي اؤ زمکني بریدونه کړي.

ننګرهار کې دداعش په ضد زیات بریدونه په اچین ولسوالۍ کې کیږي چې دغه سیمه د دداعش مرکز ګڼل کیږي اؤ تیر کال پکې داپریل میاشت کې امریکایي ځواکونو دداعش په ترهګرو تر ټولو ستر بم (دبمونو مور) هم غورځولی ؤ چې دداعش ګڼ مهم مشران پکې وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG