لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:عملیاتو کې دمشرانو جرګې د رئیس دکورنۍ نهه غړي وژل شوي


دافغانستان دننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان په ګډون نهه کسان وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي چې زیاتره پکې دافغانستان دمشرانو د جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار د کورنۍ غړي دي.

دسیمې خلکو رسنیو ته ویلي دا پېښه تیره شپه د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په چینو کلي کې رامینځته شوې.

دننګرهار د والي ویاند ښاغلي عطاء الله خوږیاڼي د پېښې پخلی کړی خو خبریالانو ته یې ویلي چې پېښه کې د اوښتې مرګ،ژوبلې په اړوند کره معلومات په لاس کې نه لري.

خبري اژانس پژواک دننګرهار د عامې روغتیا د رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال له خولې ویلي چې د پېښې له ځایه روغتون ته د نهو تنو مړي اؤ پینځه ټپیان ور وړل شوي.

په پېښه کې د سیمه ییزو پولیسو یو ژوبل شوي عسکر محمد امین ویلي وړومبی په هغوئ چاودنه شوې اؤ بیا پرې ډزې شوي دي

هغه ویلي د برید په مهال یې داسې ګمان کولو چې ګنې طالبانو یا داعش پرې برید و کړو اؤ د تښتیدو په هڅه کې ځانګړو ځواکونو ویشتي دي.

دافغانستان د مشرانو جرګې ددفتر مشر ضیاء الرحمان خبریالانو ته ویلي چې دې برید کې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار د کورنۍ غړي اؤ نزدې خپلوان په نخښه شوي دي.

خو دافغانستان ددفاع وزارت تر دې مهاله نه ده په ډاګه کړی چې په عملیاتو کې په نخښه شوي کسان څوک دي اؤ په کوم جرم وژل شوي

په فیس بک ځینو خلکو داسې دعوې هم کړي چې عملیاتو کې دبېګناه وګړو د وژل کیدلو په ضد کله د سیمې خلکو احتجاجي لاریون وکړو نو امنیتي ځواکونو په هغوئ هم ډزې کړي چې له امله یې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو ددغو دعوؤ پخلی دولتي یا امنیتي چارواکو نه دی کړی.

باید وویل شي چې چپرهار د ننګرهار هاغه ولسوالي ده چې دداعش وسله وال پکې زیات فعاله دي اؤ دغلته وخت په وخت امنیتي ځواکونه په داعش زمکني اؤ هوايي بریدونه کوي.

تیره ورځ هم ائتلافي ځواکونو چپرهار ولسوالۍ کې دداعش په ترهګرو یو ډرون برید کړی ؤ چې ۱۱ داعشیان پکې وژل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG