لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند په ضد ټیسټ:افغانستان خپله لوبډله کې څلور سپینران اخستي


په افغان لوبډله کې شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، الله جنت، رحمت شاه، افسر ځاځى ،ناصرجمال، افسر ځاځى، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، حمزه هوتک، سيد شېرزاد، یامين احمدزي، وفادار مومند او مجيب ځدراڼ ته د لوبیدلو موقعه ورکړل شوې ده.

دافغانستان کرکټ بورډ په ۱۴م جون د هند بنګلور ښار کې د هند په ضد دلوبیدونکي دتاریخي ټیسټ کرکټ میچ دپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

په افغان لوبډله کې شهزاد محمدي، جاوېد احمدي، کریم جنت، رحمت شاه، افسر ځاځى ،ناصرجمال، افسر ځاځى، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، حمزه هوتک، سيد شېرزاد، یامين احمدزي، وفادار مومند، و مجيب ځدراڼ ته د لوبیدلو موقعه ورکړل شوې ده.

دهند په ضد لوبیدونکي دغه ټیسټ کې به اصغرستانکزی دافغان لوبډلې مشري پغاړه لري اؤ ددې ترڅنګ په لوبډله کې څلور سپینران راشدخان ، مجیب الرحمان، ظاهر خان اؤ حمزه هوتک شامل کړل شوي دي.

راشد خان د ۲۰۱۸ م کال د ای پي ایل په ۱۷ؤ سیالیو کې یوویشت وکټې اخستې وې اؤ مجیب ۱۱ؤ سیالیو کې ۱۴ وکټې اخستې وې.

همدغه راز دافغان لوبډلې بل سپینر ظاهر خان هم د راجستان رائلز برخه پاتې شوی.

لوبډله کې اتلس کلن وفادار مومند ته هم د دولت ځدران د نه شتون له امله د لوبیدلو موقعه ورکړل شوې ده

سید شیرزاد اؤ یامین احمدزی به هم د هند په ضد ددغه تاریخي ټیسټ برخه وي .

شهزاد به د وکټ کیپر مسولیت ترسره کوي اؤ دهغه سره به افسر ځاځي د مرستیال وکټ‌کیپر په توګه لوبیږي،

ښاغلی ستانکزی اؤ تکړه ال راونډر محمد نبي به د بېټینګ په څانګه کې خپل توان ښایي .

همدغه راز دافغانستان کرکټ بورډ د بنګله دیش په ضد هم په دریم جون د پیل کیدونکي ټي‌ ۲۰ سیالیو دپاره د لوبډلې اعلان کړی چې پکې دوه نوي لوبغاړی مجید ترکئ اؤ درویش رسولي ته د لوبیدلو چانس ورکړل شوی دی .

مجید ترکئ په وروستي ځل ۲۰۱۷م کې د ائر لینډ په ضد د افغانستان دپاره لوبیدلی ؤ اؤ درویش رسولي ، چې په منډو جوړولو کې زیات تکړه دی داحمد شاه ابدالي څلور ورځني ټورنامنټ په ۱۱ؤ سیالیو کې یې ۱۰۸۳ منډې جوړ ې کړې وې

په جنورۍ کې نیوزي لینډ کې ترسره شوي د د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې هم رسولي د افغانستان دپاره مهم کردار لوبولی ؤ چې دپاکستان اؤ سریلنکا په ضد یې دوه پنځوسزې کړې وې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG