لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اټومي وسلو پاکستان له ټولو ګواښونو ونه ساته


په پاکستان کې پخواني پوځي چارواکي او ډپلوماټان وايي، که څه هم اټومي وسلو پاکستان د هند له جګړې څخه وساته خو دغه هېواد یې په بشپړه توګه له ټولو ګواښونو څخه و نه ژغوره.

پاکستاني چارواکو دغه خبرې په اسلامابادکې په هغه سیمینار کې د نهې یا سې شنبې په ورځ وکړې کوم چې د پاکستان د اټومي وسلو د ازموینې د شلمې کلیزې په مناسبت په اسلام اباد کې جوړ شوی و.

په دغه سیمینار کې د پاکستان ددفاع پخواني وزیر جنرال نعیم خالد لودهي وویل:

(مونږ په بشپړه توګه نه یو ژغورل شوي ځکه جګړه بلې سیمې (زون) ته تللې او اوس هم روانه ده او بنده شوې نه ده. نو ځکه زه وایم چې دې ته په بشپړه توګه ژغورنه نه وايي.)

د مودي اشاره په ډیورنډ لاین باندې د نښتو دوام او د سرحدونو د جوړېدو مسلې ته اشاره وه که څه هم ده وویل چې پاکستان به پرې له لویو جګړو څخه ژغورل شوی وي.

په ملګروملتونو کې د پاکستان پخواني سفیر او دایمي استازي ضمیر اکرم د امریکا لخوا د پاکستان په وړاندې د هند د راپورته کولو مسله یاده کړه.

دی هم په دې باور دی چې اټومي وسلو که څه هم په هېواد کې بشپړه سوله او ارمتیا نه ده راوستې خو د هند او پاکستان له مستقیمې جګړې څخه یې مخنیوی کړی.

ریټایرډ جنرال طلعت مسعود وویل، دا به ډیره کمزوره خبره وي که څوک وايي چې اټومي وسلو پاکستان ته بشپړ امنیت راوستی.

(امنیت د اقتصادي ودې، سیاسي ثبات او ټولنیزو پرمختګونو څخه لاسته راځي او دا به ډیره کمزورې خبره وي چې له دغو برخو پرته د امنیت د ښه کېدو تمه وشي.)

ده ټینګار وکړ چې اټومي ځواک هغه وخت بشپړ اغیز لري کله چې د ملي ځواک د نورو برخو ملتیا هم ورسره وي.

د پاکستاني پخواني ریټایرډ سفیر طارق عثمان حیدر وویل، اټومي ځواک به نه یواځې پاکستان د هند له جګړې ساتلی وي بلکه د هغو ایتلافي ځواکونو مخه یې هم نیولې چې پاکستان ته د ډیورنډ له کرښې ته د اوښتو اړتیا ورته کېدله.

د پاکستان د اټومي وسلو په اړه په داسې حال کې خبرې کیږي چې د امریکا په ګډون یو شمېر نړیوال هېوادونه په پاکستان کې د ترهګرو د پراخوالي له امله ژوره اندېښنه لري چې هسې نه یوه ورځ د پاکستان اټومي وسلې د دوی لاسونو ته پرېوځي.

د پاکستان په اټومي پروګرام یوه غټه نیوکه دا هم ده چې د شمېر نه دی څرګند چې دوی په کوم شمېر د اټومي بمونو جوړول غواړی.

په سویډن کې د اټومي وسلو د څار یوه نړیواله اداره ( SIPRI) وايي، چې پاکستان کې دا مهال د ۱۳۰-۱۴۰ پورې اټومي بمونه لري او د اټومي بمونو د جوړولو دغه بهیر په چټکۍ سره پر مخ درومي.

د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم په خپلو مقالو کې چې په معتبرو ورځپاڼو کې چاپ شویدي ویلي دي چې د پاکستان امنیتي ادارو ته په کار ده چې د اټومي وسلو جوړولو وروستی هدف وښايي چې دوی په کوم شمېر د اټومي وسلو جوړول غواړي.

پاکستان په وروستیو کې د وړو تکتیکي اټومي وسلو جوړول پیل کړیدي او په نړیواله کچه دا اندېښنې یې راپارولي دي چې دغه وړې وسلې ډېرې په اسانه د ترهګرو لاسونو ته رسېدلی شي.

پاکستان تل وېلي اټومي وسلې یې خوندي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG