لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو وایي تر۷۰ؤ زیات مهم طالب مشران یې وژلي


افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونه وایي د تیرو ۱۰ؤ ورځو په اوږدو کې یې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په هوایي بریدونو کې تر ۷۰ زیات مهم طالب مشران وژلي دي.

د ناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن په واشنګټن کې خبریالانو ته دافغانستان د وروستي وضعیت په اړوند د معلوماتو ورکولو په مهال ویلي په دومره لویه شمیره د طالبانو د مهمو مشرانو وژنې طالبانو ته سخته ضربه رسولې اؤ دهغوئ فعالیتونه هم اغیزمن شوي دي.

دناټو کمانډر وویل تیره اوونۍ دهلمند موسی قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز برید کې دهغوئ ډیر مهم مشران وژل شوي چې شمیره یې ۵۰ ته رسیږي.

دناټو کمانډر دعوه کړې چې په دغو وژل شوؤ طالبانو کې هلمند دپاره د طالبانو مرستیال والي اؤ دهغوئ ګڼ شمیر ولسوالان هم شامل دي.
جنرال جان نیکلسن ویلي طالبانو باندې اوس ائتلافي ځواکونه بمبارۍ کوي اؤ هغوئ نه شي کولی چې نورې سیمې ونیسي.

نوموړي وویل اوس طالبانو سره یوازې د سولې لاره پاتې ده اؤ د طالبانو مینځ کې ډیر طالبان خپله هم دسولې اؤ امن سره متفق دي.

په دغه مهال جنرال نکولسن دا دعوه هم کړې ده چې دطالبانو د منځومانې مشرانو سره ځینې پټې خبرې اؤ ډپلوماسي هم روانه ده.

خو طالبانو تر دې مهاله د جنرال نیکلسن ددې دعوې تصدیق یا تردید نه دی کړی.

طالبانو تیره میاشت د الخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو په مهال ویلي وؤ چې ترهغې به دجنګ نه لاس وانه خلي تر څو چې دافغانستان څخه ټول بهرني عسکر وتلي نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG