لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې عدالت یو پاکستانی د هېروینو د قاچاک په تور مجرم ګرځولی


د امریکې د نیویارک ایالت یوه ځایي عدالت د شهباز خان په نوم یو پاکستانی د مخدره موادو (هېروینو) د قاچاک په تور مجرم پېژندلی او لږ تر لږه د ټول عمر او ډېر له ډېرو د لسو کلونو جبري بند سزا به ورکول کېږي.

د نیویارک د منهاتن ضلعې سرکاري وکیل جیوفرې برمن عدالت ته ویلي، چې شهباز خان په افغانستان او پاکستان کې د هېروینو د قاچاک یو سازمان درلود او غوښتل یې چې د ۲۰۱۶م کال په دیسمبر کې په لسګونو زره ټنه هېروین امریکې ته په پټه یوسي، خو د افریقې په لایبېریا هېواد کې چارواکو ونیو او امریکې ته یې وسپاره.

عدالت وایي شهباز خان منلې چې په پراخه پیمانه هېروین یې امریکې ته په پټه وړل. د امریکې د مخدره موادو د مخنیوي د ادارې ځانګړي استازي رېمنډ ډونووان عدالت ته ویلي، شهباز خان په پاکستان او افغانستان کې د قاچاکبرو د شبکې مشري کوله. وایي هلته اکثر مخدره مواد له هغو وسلوالو سره د مرستې لپاره قاچاک کېږي چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کوي.

ښاغلی ډونووان وایي شهباز خان اعتراف کړی چې زیاته اندازه هېروین یې نیویارک او د امریکې نورو ایالتونو ته لېږلي، چې د نشې د وبا په خپرېدو کې یې مرسته کولای شوه. وایي شهباز نه یواځې امریکې ته بلکې د نړۍ نورو ګڼو هېوادونو ته یې هم نشه یي مواد قاچاک کول.

اویا کلن شهباز خان په ۲۰۰۷م کال کې د ولسمشر جارج بش په زمانه کې د امریکې د بهرنیو قاچاکبرو د پېژندنې د مادې له مخې "د هېروینو باچا" په نوم پېژندل شوی وو.

وایي ده د ۲۰۱۶م کال د اګست او اکتوبر میاشتو تر منځ هڅه کوله چې لسګونه زره کیلوګرامه هېروین په پټه د سمندر او هوا له لارې نیویارک ته انتقال کړي. وایي د دې لپاره یې د جنوب غربي اېشیا په هېوادونو کې له قاچاکبرو سره خبرې پیل کړې او بیا یې خپله هلته سفر وکړ او له هغوی سره یې ولیدل.

شهباز خان د تحقیقاتو په وخت ویلي چې د نشه یي موادو د قاچاک په تېر سل کلن تاریخ کې تر ده زیات هېروین چا نه دي قاچاک کړي، چې وایي په یوه کال کې به یې ۱۱۴ ټنه هېروین او چرس په بهرنیو هېوادونو کې پر خلکو خرڅول.

XS
SM
MD
LG