لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټولې لوبډلې ماتولو پلان مو نيولی، اصغرستانکزی


د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ شل اووريزو سیاليو په اړوند د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشر اصغر ستانکزي ويلي، "کرکټ د ټيم لوبه ده، مونږ يو يا دوه لوبغاړو ته پلان نه دی نيولی بلکې مونږ ټولې لوبډلې ته د ماتولو پلان نيولی دی".

د افغانستان په کوربه توب نن د يکشنبې، اتوار په ورځ د کابل په وخت ماښام په اووه بجې د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د درېو شل اووريزو سياليو لومړۍ سيالي ټاکل شوې ده.

افغانستان د هند د دهرادون ښار په راجيوګاندهي لوبغالي کې د دغو سياليو کوربه توب کوي.

د دواړو لوبډلو مشرانو په خبري ناسته کې د سياليو د تیاريو په اړوند خبريالانو سره خبرې اترې کړي دي.

په دغه مهال د لوبډلو د تياريو په اړوند د خبرو ترڅنګ د بنګله دېش لوبډلې مشر شکېب الحسن د افغان ستوري لوبغاړي راشد خان ستاینه کړې او ويلي يې دي، د راشد خان درجه بندي د هغه د صلاحيت يا لیاقت ښکارندوي کوي.

له دغو درېو سياليو وړاندې د جمعې په ورځ د افغانستان کرکټ لوبډلې په يوه تمرينايي شل اووريزه سيالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشران وايي په لوبډله کې د راشد خان، مجيب ځدران او محمدنبي په څېر تکړه لوبغاړي لري دوی اوس د دې جوګه دي چې مقابله وکړي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځه د درېو سياليو لومړۍ لوبه نن د جون په درېمه نېټه، دوېمه په پينځمه او درېمه او وروستۍ سيالي په اووم جون ټاکل شوې ده.

له دې وروستو به افغان لوبډله د جون په ۱۴م د هند سره يواځينۍ ټېسټ لوبه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG