لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فراه رود ولسوالۍ کې۲۰ تنه طالبان وژل شوي


افغان چارواکو ویلي، هغه عملیات چې دفراه ولایت ،فراه رود ولسوالۍ اړوند دتودنک او شیوان سیمو کې افغان کمانډو ځواکونو، ملي امنیت اوپولیسو لخوا ترسره شوي د ناټو هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو.

دفراه امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد نن د اتوار په ورځ له وي او ای ډیوې سره په خبرو کې ویلي ،د ګډو عملیاتو په پایله کې ۲۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او همداراز ترلسو زیات نور ټپیان شوي دي.

شیرازاد وویل "هره ورځ په فراه کې دمخالفینو پرضد عملیات ترسره کیږي دتازه عملیاتو په پایله کې چې دفراه په فراه رود ولسوالۍ اړوند د تودنک او شیوان سیمو کې ترسره شول ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي اوله ۱۰ زیات نور ټپیان شدی دي او همداراز دهغوی ګن شمېرسپکې او درنې وسلې هم دافغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي".

امنیه قومندان زیاته کړه درې ورځې وړاندې هم دفراه ولایت پشت رود ولسوالۍ د زاړه ښار اود ملاامان کلا سیموکې افغان امنیتي ځواکونو عملیات درلودل خو په سیمه کې دطالبانو له کمین سره مخامخ شول.

شیرزاد زیاته کړه افغان پوځیانواو دمخالفینو ترمنځ نیم ساعته جګړې په پایله کې چې وسله وال مخالفین تیښتې ته هم اړویستل شول، ۱۸ طالبان وژل شوي او۸ تنه نور ټپیان شوي دی.

امنیه قومندان ویلي د فراه د مرکزاویوشمیرولسوالیوامنیت وضعیت د ډاډ وړدی او د ښار۳۰ کیلومترۍ کې دامنیتي ځواکونوهغه مرکزونه چې څه موده مخکې دجګړې له امله ویجاړ شوي و بیرته یې د رغولو کار روان دی.

قومندان فضل احمد شیزاد دهغو سیمو امنیتي وضعیت او په هغو کې د طالبانو د پراخ حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړه کوم چې له ایران پولې سره نښتې علاقې دي.

هغه وویل: " فراه وضعیت بد نه دی مګربیا هم د دوښمن ګواښ شته د پشت رود ولسوالۍ طرف ته ،پشت کوه او بلااخیره بالابلوک او خاک سفید او بکوا سیمو کې د دوښمن تهدیدات او حضور موجو دی او د دې سیمو لارې خلاصې دي دسرحد په طرف په ځانګړې توګه له ایران سره چې ۲۹۵ کیلومټره سرحد لرو او له دې سیمو دیری تهدیدات زمونږ ولسواليوته پیښ دي".

وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فراه ولایت کې چارواکي په داسې حال کې دافغان امنیتي ځواکونو دامنیتي ساحو د پراخېدو او د طالبانو پرضد دعملیاتو د دوام او په هغې د لسګونو مخالفینو دوژل کیدو ادعا کړې چې نږدې یوه میاشت وړاندې طالبانو دفراه ولایت ترمرکزه جګړه ورسوله او یوشمیر حکومتي ودانۍ دافغان حکومت تر واکه ووتلې او تر دریو ورځو نښتو او جګړو وروسته د فراه مرکز یوځل بیا په بشپړډول دافغان حکومت ترولکې لاندې راغی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG