لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راشد خان غوره لوبې بنګله دېش ګټې ته پرې نه ښودو


د افغانستان کرکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي سپېنر بالر راشد خان يو ځل بيا غوره بالينګ کړی او د بنګله دېش لوبډلې ته يې په ماتې ورکولو کې کردار لوبولی دی.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درېو شل اووريزو سیالیو په لومړۍ سیالۍ کې راشد خان د بنګله دېش درې لوبغاړي سوځولي او يواځې ۱۳ رنزونه یې ورکړي دي.

راشد خان په غوره لوبه د سيالۍ غوره لوبغاړی هم ګرځول شوی دی.

دا سیالي تېره شپه د هند د دهرادون ښار په راجيوګاندهي لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې ده.

ښاغلي خان په ياده سيالۍ کې په درېو وکټو ترلاسه کولو د خپل شل اووريز کرکټ کريئر ۵۰ وکټې هم پوره کړي دي.

د کرکټ نړیوال کونسل ايي سي سي راشد خان ته اومبارکي ورکړې چې ۵۰ وکټو ته رسېدلی دی.

دا دوېم افغان لوبغاړی او د اجنتا مينډس نه وروستو دوېم بالر دی چې ډېر زر یې ۵۰ وکټې پورې کړې.

د کرک انفو وېب پاڼې ترمخه راشدخان په ۳۱ شل اووريزو سياليو کې ۵۲ وکټې ترلاسه کړې.

نوموړی لوبغاړی په لومړي ځل د کال ۲۰۱۵م د اکتوبر په ۲۶م په نړیواله شل اووريزه سيالۍ کې د زمبابوی پرضد لوبېدلی ؤ.

راشد خان دا وخت د کرکټ نړیوال کونسل د شل اووريزو سياليو په بالرانو کې په اول نمبر دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG