لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د وژنې وروستو حالات کړکېچن دي


د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼا کې پرون د يکشنبې، اتوار په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په یو مشر علي وزير او هغه سره لاريون باندې د تندلارو وسله والو بريد چې پکې مرګ ژوبلې رامنځته شوي وروستو تراوسه پورې په سيمه کې حالات کړکېچن دي.

ای اېف پي د چارواکو له قوله ویلي د مولوي نذيز ډلې تندلارو وسله والو د پي ټي اېم په لاريون بريد کړی، د پي ټي اېم دوه غړي پکې وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي. په ژوبلو کې يوه سیمه ييز خبريال نورعلي هم شامل دی.

خبري ادارې ویلي پښتنو فعالانو د وسله والو تندلارو دوه دفترې هم سوځولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي په برید کې دوه د پي ټي اېم او دوه نور عام ځايي کسان وژل شوي دي.

مولوي نذير حکومت پلوه وسله وال مشر ؤ او په کال ۲۰۱۳م کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

ای اېف پي ويلي د بريد وروستو ځايي انتظاميې ګرځبندېز، کرفيو لګولې ترڅو حالات قابو کړي او يو بل چارواکي ويلي د حالاتو قابو کولو دپاره هڅې روانې دي او ځايې چارواکي د دواړو ډلو سره خبرې کوي.

د یادې پېښې رامنځته کېدو څو ساعته وروستو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین دعوه کړې چې په برید کې د۱۰پورې کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل شوي خو لا دقیقه شمیره نه ده څرګنده او اوس د مړو او‌ ژوبلو په اړوند نور معلومات مخې ته راروان دي.

د پاکستان کوم حکومتي يا امنيتي چارواکي په دغه اړوند په رسمي ډول کوم بيان نه دی جاري کړی.

راپورونه وايي د واڼا په برید کې د ځينې ژوبلو حالات خطرناک دی او ځينې پکې د درملنې دپاره د ډېره اسماعيل خان روغتون ته راوړل شوي دي.

د پي ټي اېم ځينې مشرانو تور لګولی چې د واڼا نه د ژوبلو کسانو روغتونونو ته وړلو په لارو کې خنډان اچول شوي او په چيک پوستو ودرول شوي وو.

د پي ټي اېم مشر منظورپشتين د واڼا د بريد پرضد د پي ټي اېم په غړو او عامو خلکو غږ کړی چې په ګرده نړۍ کې احتجاجي مظاهرې وکړي.

په فېس بک د دغه اعلان نه وروستو د پي ټي اېم غړو او فعالانو د شپې په مهال په اسلام اباد، پېښور، کوټه، ژوب، ټانک او ډېره اسماعيل خان کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو هم په واڼا کې د پي ټي اېم په لاريون د بريد په سختو ټکو غندنه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG