د هند د دفاع وزارت ویلي د اوږدې فاصلې پورې ويشتونکي جوهري وسلې توان وړونکي اګني ۵ ميزايل کاميابه تجربه يې کړې ده.
ويل شوي اګني ۵ په نوې ټېکنالوجۍ جوړ دی او نېوي ګېشن او د لارښوونې نوې الې پکې لګېدلي دي.
د دفاع وزارت دفتر په ټويټر ویلي، د نوې جوهري وسلو توان لرونکي اګني ۵ تجربه د اوړيسه بندر سره نزدې په ډاکټرعبدالسلام وچوبه يا جزيره باندې شوې ده.
د هندي رسنيو ترمخه د دغه جوهري ميزايل فاصله نزدې ۳۱۰۷ میله ده.
د هند د دفاع وزيرې نيرمالا سيترامن ساينس پوهانو او څيړونکو ته په دغه پرمختګ اومبارکي ویلې ده.
د يکشنبې په ورځ د اګني ۵ جوهري ميزايل د تجربې نه وړاندې هم پينځه ځله د دغه میزایل د کاميابې تجربې ادعاوې شوي دي.