لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځانمرګي بریدونه حرام دي، د افغان عالمانو فتوا


دیني عالمان
دیني عالمان

د افغانستان دوه زره دینې عالمانو يوه فتوا جاري کړې چې پکې په افغانستان کې روانې جګړې ته ناروا او ځانمرګو بریدونو ته حرام ويل شوي دي.

نن د دوشنبې، ګل په ورځ چې د عالمانو غونډه راجوړه شوې د فتوې ورکولو وروستو د عالمانو غونډې ته نزدې ځانمرګی بريد هم شوی چې پکې اووه تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

افغان عالمانو په فتوا کې د قران پاک او احاديثو حوالې ورکړې او په فتوا کې ويل شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه ناجايزه ده او د شريعت سره هیڅ تړاؤ نه لري.

د فتوې ترمخه " جګړه په ټولو ډولونو د شريعت او اسلامي قوانينو ترمخې غېر قانونه او د مسلمانانو د وینې تويولو پرته نور هيڅ نه دي".

افغان عالمانو "ځانمرګو بریدونو، په چاؤدنو کې د خلکو وژنو، وېش، تندلاريتوب، د مختلفو قسمونو فساد (غبن)، غلا، تښتونې او هر ډول تشدد په اسلام کې ګناه کبيره دي او د الله تعالی د حکم پرضد دي".

دینې عالمانو ویلي قران پاک د مسلمان وژنه حرام او ناجايزه بللې ده.

عالمانو په طالبانو بيا غږ کړی چې د افغان حکومت د سولې بې شرطه وړانديز ومني او ويلي يې طالبان دې د افغان حکومت د سولې وړانديز ته مثبت ځواب اووايي چې نور د وينې توېدو مخه ونیول شي.

د روان کال جنورۍ په مياشت کې د پاکستان د ۱۸۰۰ نه زياتو دینې عالمانو هم په يوه فتوا کې ترهګرۍ او ځانمرګو بريدونو ته حرام ويلي ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG