لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوبغاړي وايي د بنګله دېش نه به دوېمه شل اووريزه لوبه هم ګټو


د افغانستان کرکټ لوبغاړي وايي هڅه به کوي چې د بنګله دېش نه د درېو شل اووريزو سياليو دوېمه سيالي هم وګټي.

د افغانستان په کوربه توب د هند د دهرادون ښار په راجيوګاندهي لوبغالي کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوېمه شل اووریزه لوبه نن ماښام د کابل په وخت په اووه بجې کېدونکې ده.

افغان لوبډله که ننۍ سيالي ګټي د درېو سياليو سيريز به هم په خپل نوم کړي.

کوربه لوبډلې په لومړۍ سيالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې په ۴۵ منډو ماتې ورکړې وه.

په ياده سیالۍ کې راشد خان د بنګله دېش درې لوبغاړي سوځولي او يواځې ۱۳ رنزونه یې ورکړي وو.

نن د افغانستان ممکنه لوبېدونکې لوبډله کې محمدشهزاد، عثمان غني، اصغرستانکزی (کپتان)، نجيب الله ځدران،محمدنبي، سميع الله شينواري، شفيق الله، راشدخان، کريم جنت، مجيب الرحمان او شاپور ځدران شامل دي.

د بنګله دېش په لوبډله کې به ممکنه لوبغاړي تميم اقبال، ليتهن داس، شکېب الحسن (کپتان)، مشفيق الرحيم، محمدالله، صابررحمان، سومياسرکاريا مصدق حسېن، مهدي حسن يا ابوالحسن، ابوجېيد، روبېل حسن او نظم الاسلام وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG