لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: شپږ کسيزه نګران کابينې سوګند پورته کړو


نګران وزيراعظم ناصرالملک د تېر حکومت د پينځه کاله مودې  پوره کېدو وروستو د جون په لومړۍ نېټه سوګند پورته کړی ؤ.
نګران وزيراعظم ناصرالملک د تېر حکومت د پينځه کاله مودې  پوره کېدو وروستو د جون په لومړۍ نېټه سوګند پورته کړی ؤ.

د پاکستان نګرانې کابينې نن د نهې، سه شنبې په ورځ سوګند پورته کړی کوم چې په شپږو غړو مشتمله ده.

د شپږ کسيزه کابينې د غړو نه په صدارتي ماڼۍ کې صدر ممنون حسېن سوګند پورته کړی دی. په ياده دستوره کې نګران وزیراعظم جسټس (ر) ناصرالملک هم موجود ؤ.

په نګران کابينه کې عبدالله حسېن هارون ته د بهرنيو چارو وزارت او ملي امنیت ډويژن چوکۍ ورکړی چې ورسره به د دفاع او دفاعي پېدوار اضافي واک هم لري.

محمداعظم خان ته د کورنيو چارو وزارت او صوبو ترمنځ د رابطې وزارتونه هم ورکړی شوی دی.

ډاکټرشمشاد اختر ته د خرانې سره داقتصادي چارو او تجارت و ټيکسټايل او صنعت و پېداوار زمه وارۍ ورکړی شوي دي.

بېرسټر علي ظفربه د قانون او انصاف، پارليماني امورو او اطلاعاتو وزارتونه سمبالوي.

محمد يوسف شېخ ته د تعليم سره د صحت او مذهبي امورو زمه وارۍ سپارل شوي دي.

روشن خورشيد ته د بشري حقونو سره د کشمير، ګلګت بلتستان او سېفران وزارتونه ورکړی شوي دي.

نګران وزيراعظم ناصرالملک د تېر حکومت د پينځه کاله مودې پوره کېدو وروستو د جون په لومړۍ نېټه سوګند پورته کړی ؤ.

نګران وزيراعظم او کابينه به يې د راتلونکي منتخب پورې په واک کې وي. د راتلونکي حکومت دپاره په ۲۵م جولايۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG