لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ژورنالسټه او فعاله د تښتول کېدو څو ساعته وروستو خوشې شوې


د پاکستان په لاهور ښار کې په پوځ تنقيد کوونکې ژورنالسټه او فعاله ګل بخاري د څو ساعتو پورې تښتول کېدو يا اغوا کېدو وروستو خوشې کړې شوې ده.

ګل بخاري د نهې، سه شنبې په ماښام ناوخته په لاهور کې د شخصي ټي وي دفتر( وقت نيوز) چرته هغه په ټي وي پروګرام کوي، ته په لار روانه وه د هغې ګاډي په لار کې څلورو نور ګاډو ګېر کړی او هغه يې ترې کوزه کړې او بوتللې وه.

رويټرز خبري ادارې د ګل بخاري د خاوند علي نادر د خلې پخلی کړی چې هغه بيرته کور ته راغلې او سمه ده، خو د نور څه ويلو يې ډډه کړې ده.

له دې وړاندې د ګل بخاري د پروګرام پروډيوسر دغه خبر ورکړی ؤ چې بخاري د لارې نه اوچته کړی شوې او پروګرام ته نه ده راغلې.

هغه ويلي ؤ د بخاري ګاډی ګېرونکي کسان ځينې په ساده جامو کې او ځينې په پوځي وردۍ کې وو.

د ټي وي يو بل خبريال مطيع الله جان هم د بخاري د تښتول کېدو پخلی کړی ؤ.

پوځ دغه بيان ته په سمدستي ډول کوم غبرګون نه دی ويلی.

خو د بخاري د تښتونې پرضد په سوشل میډیا سخت بحث پېل شوی او د هغې دخوشي کېدو دپاره ډېری ټویټس پېل شوي او خبريالانو د هغې په نیول کېدو سختې اندېښنې ښکاره کړې وې.

رويټرز ليکلي ګل بخاري د پاکستان په طاقتوره پوځ ښکاره تنقيد کوي او هغه په ټيلي ويژن د پروګرام ترڅنګ د انګرېزې ورځپاڼه دې نېشن کې کالم هم ليکي او د پوځ سره پرې په عدليه هم نیوکې کوي.

بخاري په داسې کې تښتول شوې چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور یوې خبري غونډې ته په وېنا کې د ځينې خبري ادارو او خبريالانو نومونه ښکاره کړي چې دوی سوشل ميډيا څنګه کاروي او کوم ډول پېغامونه پرې ورکوي.

تېره شپه ناوخته يو بل خبريال اسدکهرل هم ویلي په هغه باندې نامالومو کسانو چې مخونه يې پټ ؤ بريد کړی او ژوبل کړی يې دی.

پاکستان کې تېر کال هم پينځه بلاګران بې درکه شوي چې څلور پکې څو اوونۍ وروستو خوشي کړی شوي او دغه څلور واړه بيا د ملک څخه بهر تللي وو.

د خبريالانو نړیوال تنظيمونه اوس هم پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد ګڼي او وايي چې دلته خبريالان او رسنۍ اوس هم د تندلارو ډلو او ځينې ملکي ادارو لخوا د سختو ګواښونو سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG