لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: رياست لکه چې په پرامنه جدوجهد پښتنو ته موقع نه ورکوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي دوي په رژوه کې مجبوره کړی شول چې احتجاجي پېل کړي ځکه چې په واڼا کې د پي ټي اېم په غړو ډزې وشوې ووژل شو، تشدد پرې وشو او ونيول شو.

د پېښور په حيات اباد کې د شپې ناوخته د پي تي اېم احتجاجي ناستې په وېنا کې پشتين وويل داسې ښکاري چې "دا رياست لکه چې په پرامنه جدوجهد موقع مونږ ته نه راکوي".

منظور وويل د پښتونخوا په خاوره د کلونو راهسې په جنګ ۳۳ اربه ډالره جوړ کړی شوي بنګلې، مېټرو او موټروی پرې جوړ شوي دي.

هغه وويل "په ۲۰۱۴م کې چې په جنوبي وزيرستان کې ۶۰، لس زره کورونه ړنګېدل هم په دغه ۲۰۱۴ کې په لاهور کې په ۶۰، لس اربه روپۍ په لاهور کې يو مېټرو سروس جوړېدو، دا خيانت د دغه خاورې سره روان ؤ. دلته هر چا ځان داسې شمارو لکه چې په بم ناست وي، دا پېښور ښار هر شپږ ګهنټې وروستو نړېدلی دی په هر ۲۴ ساعتونو کې نړېدلی دی په بازارونو، مارکيټونو، مالدارو او غريبانو باندې یې حملې شوي دي د پښتنو دوښمن او ملاتړو پرې کړي دي".

هغه زیاته کړه دوي امن غواړي، د عدالت نه لرې وژنې نه غواړي، بې درکه کېدل نه غواړي. کلبهوشن يادېو چې غدار ؤ جاسوس ؤ، راؤ انوار چې قاتل دی، احسان الله احسان دی د عدالت لرې يې ونه وژل شو هغو ته يې دا حق ورکړی خو پښتون ته يې نه ورکوي.

پشتين وويل دوي په خپله خاوره د ظلم پرضد رياستي او ائيني حق غواړي او پي ټي اېم په پينځه میاشتنۍ مبارزه کې يو سړک نه دی بند کړی خو د پي ټي اېم په غړو بيا هم تشدد شوی نيول شوي او واڼا بازار بيا ونړېدو خو دوی بيا هم د سړک په څنډه ناست امن غواړي.

په واڼا کې د اتوار په ورځ رامنځته شوې پېښې په اړه د پوځ بيان ته په غبرګون کې هغه وويل، "د پوځ وياند د طالبانو دپاره د امن کمېټۍ نوم وکارؤ او بيا يې وويل چې دا دوي قربانۍ دي".

هغه وويل په پښتنو په دې خاوره مشترکه بريد شوی دی او دا به د خپلو ځانونو نه په مشترکه لرې کوو "په واڼا کې د پي ټي اېم په غونډه طالبان راغلل د پي ټي اېم په غړو يې تشدد کوو عېن الله د کمانډر نوم دی د زوی نوم يې عدنان دی چې د پوځ ویاند ورته امن کمیټي وايي، هغې بيا مخامخ ډزې شروع کړې چې پکې يوشهيد او څو ژوبل شو. بيا اېف سي، پوځ او طالبان په يو ځای راغلل مخامخ ډزې يې وکړې چې پکې ۴۷ کسان ژوبل او اووه شهيدان شول، بيا پرون په اعظم ورسک کې د ننګیالو خلکو په جلوس ډزو وشوې يو پکې شهيد او اووه ژوبل شو کرفيو ولګول شوه، د انګور اډې په خلکو ډزې شوي د اېف سي ون ۱۳۳ ونګ او د پوځ لخوا په دوي ډزې وشوې ۴۰ کسان ونيول شول او څو ژوبل شو او ګاډي يې ترې ونيول ".

د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرال اصف غفور پرون د دوشنبې، ګل په ورځ د واڼا د پېښې په اړه ويلی ؤ، " په واڼا کې د محسودو احمدزۍ قبيله ده يوه امن کميټي ده او په کلونو د ترهګرۍ پرضد جنګېدلي او اوس هم د ثبات وروستو خپل کار کوي، نو علي وزير د تېرو څو ورځو نه هلته تلی او د ځايي خلکو په وړاندې یې د پوځ او رياست پرضد نعرې وهلې چې دې امن کمېټۍ منع کړو بيا کمېټۍجرګه بللې او په دغه مهال د دوي نښته شوې ده".

هغه ويلي ؤ پوځ او اېف سي بيا دغه منځ ته ورغلی او پوځ په پېښه کې رامنځته شوي ژوبل کسان روغتونونو ته رسولي دي او بيا دوی غلطه پروپېګنډه کړې ده.

منظور وايي پښتون قام اوس هم د غلامۍ په هغه درجه کې ساتل کيږي چې غږ يې وانه ورېدل شي ځکه ورته ميډيا ورته کورېج نه ورکول کيږي د دې نه لوی بل ثبوت نشته.

د نوموړي په خبره د علي وزیر د وژلو پلاننګ شوی خو هغه ګواښ وکړو که علي وزير ته نقصان ورسېدو بيا به ووينې چې مونږ په کومه لاره ځو.

منظور وويل "د دنيا په يو ملک او يو قوت مو اعتماد نشته د دغو ملکونو خارجه پاليسي اول شق دا وي چې زما نه ملګري او نه دښمن شته خپل مفادات مې خپل دي دا مفاد پرست ملکو نه دي زما اعتماد په دې اولس دی سرونه به قربان کړو خو دا پښتونخوا خاوره به ورنکړو".

هغه دا هم وويل، يو اېن او نورې ادارې تل د پښتنو په وژنه خاموش پاتې شوي دي دا جوړې شوي د څه دپاره دي دا پي ټي اېم بيا يواځې د دې رياست نا د دغه يو اېن او پرضد هم احتجاج کوي، دوی دپښتنو دوژنو غږ ولې نه پورته کوي.

نوموړي په پښتنو ملت پالو غږ وکړو چې چرته غلطي شوي وي ماته دې وښايي خو داسې په شا دې فېصلې نه کوي دا دې قام ډېر دفاعي پړاؤ دی د دغه قام مشران او ليډران دې تر ملاله يوسفزۍ پورې تر سبا پورې اواز پورته کړي. نن يې که پي ټي اېم په وزيرستان کې په طالبانو لاندې راوسته دا سلسله به بل ځای ته اړوي خو دوي به يې په هر ځای مخه نيسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG