چارواکي وایي دافغانستان په غزني ولایت کې طالبانو په پینځوؤ ولسوالیو بریدونه کړي خو افغان امنیتي ځواکونو دغه بریدونه پرشا تمبولي اؤ ۱۹ طالبان یې وژلي دي.
غزني ولایت د خواوشا تیرو دوؤ میاشتو راهسې دطالبانو پرله پسې ریدونو سره مخ دی اؤ دغلته په شوؤ جګړو کې تر دې مهاله د سوؤنو طالبانو اؤ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو ناتائیده راپورونه مخې ته راغلي دي.
د غزني امنیه قوماندان فرید مشعل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي طالبانو تیره ورځ په ګیلان،مقر،قره باغ،خواجه عمري اؤ اندړو ولسوالیو کۍ په امنیتي ځواکونو بریدونو کړي خو امنیتي ځواکونو دغو بریدونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی .
هغه دعوه وکړه چې دطالبانو ټول بریدونه پشا تمبول شوي اؤ د هغوئ ۱۹ وسله وال وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
امنیه قوماندان ویلي په دغو نښتو کې یو عسکر وژل شوی اؤ څو تنه نور ژوبل شوي خو طالبانو لا ددغو دعوؤ په هکله څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې د ۲۷مې نه د کوچني اختر تر پینځمې ورځې د اوربند اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې په دغو ورځو کې به امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو په ضد عملیات نه کوي.
ولسمشر زیاته کړې، " اوربند طالبانو ته یوه موقع برابروي چې دوی پوهه شي د تشدد د عملياتو د لارې زړونه او ذهنونه نه شي ګټلی بلکې افغان اولس د دوی څخه لرې ووځي"
خو طالبانو لا په سمدستي ډول داشرف غني لخوا د اوربند په دغه اعلان خپل غبرګون نه دی ښودلی
له دې وړاندې هم دمارچ په میاشت کې افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته پرته له کوم شرط څخه دسولې وړاندیز کړی ؤ خو طالبانو هغه وړاندیز رد کړی اؤ تیره میاشت یې د الخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی.
افغان دولت د طالبانو د پاللو اؤ هغوئ سره دمرستو پړه په پاکستان ور اړوي خو پاکستان وایي افغانستان کې د سولې پلوي دی