لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هالېنډ پارلمان مخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو د بریدونو په ضد احتجاج


د هالېنډ په هېګ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر علي وزیر په واڼه او د دې تحریک پر غړیو په شمالي وزیرستان کې د بریدونو په ضد احتجاج شوی چې لسګونه کسانو پکې ګډون کړی او غوښتنه یې کړې چې دا تحریک دې خپلو پرامنه احتجاجونو ته پرېښوول شي.

په مظاهره کې شریکو ښځو او نارینه وو سپین بیرغونه په لاسونو کې نیولي او د اکثرو سره پښتینۍ خولۍ پر سر وه. دوی د هالېنډ د پارلمان مخې ته پرله پسې شعارونه ورکول او د پښتنو په سیمه کې د ترهګرۍ تور یې د پاکستان پر استخباراتي ادارو او پوځ ور اچاوه.

د احتجاجي مظاهرې یوه منتظم عبدالله احسان پخپله وینا کې وویل، د مظاهرې مقصد یې دا دی چې په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو، بلوڅانو او هزاره ګانو هدفي وژنې پای ته ورسېږي. ښاغلي احسان وویل خلک یې پخپل وطن کې یواځې د امن او ژوند غوښتونکي دي:

"د پښتون ژغورنې غورځنګ یو انساني تحریک دی او د انسان د ژوند په دفاع کې را وتلی دی، دا د انسانانو لپاره د ژوند غوښتنه کوي او د هغه چا په خلاف را وتلی دی چې د انسان ژوند ته احترام او ارزښت نه لري".

احتجاج کوونکو وویل تر څو چې د پاکستان ریاستي ادارې خصوصاً پوځ پر خپل ولس په ځانګړې توګه پر پښتنو ظلم پای ته ونه رسوي، دوی به په ټوله نړۍ کې احتجاجونو ته دوام ورکوي.

د هالېنډ پارلمان مخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ مظاهره.
د هالېنډ پارلمان مخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ مظاهره.

احتجاج ته په وینا کې یوه ویناوال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه غړي مالک بازي وویل، په پاکستان کې را پاڅېدلي پښتانه د ژوند او عزت حق غواړي، خو وایي ریاستي ادارې یې د جمهوري او قانوني غوښتنو لپاره پرامنه مبارزې ته نه پرېږدي:

"پښتانه ځوانان را پاڅېدلي دي نړۍ او د پاکستان پوځ ته دا وایي چې نور به د پښتنو وطن د ترهګرۍ اډه نه جوړېږي او د افغانستان په خلاف به ورڅخه کار نه اخیستل کېږي".

په دې احتجاجي مظاهره کې د هغه لیک ځینې برخې هم وړاندې شوې، چې وایي په هالېنډ کې د اعتراض په توګه د پاکستان سفارت او د هالېنډ پارلمان ته وړاندې شوی. نعمت الله عزیزي چې دغه لیک یې په انګرېزي ژبه ولوست، په یوه برخه کې یې وویل:

"موږ د هالېنډ له حکومت، یورپي اتحادیې او نړیوالې ټولنې غواړو چې پر پاکستان فشار واچوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ قانوني غوښتنو ته توجه وکړي، چې ظلم ورسره شوی او په غیرعدالتي توګه وژل شوي دي. که د پاکستان پوځ په دې برخه کې نړیوال قانون نه عملي کوي د هالېنډ حکومت او نړیواله ټولنه دې ورباندې سفارتي، اقتصادي او پوځي بندیزونه ولګوي".

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور درې ورځې وړاندې په خپله خبري غونډه کې ویلي وو، چې د هېواد دوښمنان یې د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان د پاکستان په ضد کاروي او په دې برخه کې یې د پاکستان رسنۍ وستایلې چې د دوی جلسو ته پوښښ (کورېج) نه ورکوي.

سره له دې چې د پاکستان پوځ پر دې تحریک د نورو هېوادونو د ملاتړ تورونه لګوي، خو غوښتنې یې پر ځای ګڼي او حکومت یې یوه قبایلي جرګه ټاکلې چې د دوی د غوښتنو د پوره کولو لپاره ورسره مذاکرات وکړي خو دا مذاکرات تر اوسه په رسمي توګه نه دي پیل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG