لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشنګهایي سرمشرېزه غونډه کې ګډون دپاره ولسمشرغني چین ته لاړو


دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني د شنګهایي د همکاریو په اتلسمه ناسته کې د ګډون په موخه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن (شنبه)چین ته لاړو.

ټاکل شوې ده د شنګهائي‌ اتلسمه دوه ورځنۍ ناسته ددغه تړون د غړو هیوادونو په ګډون د چین په چینګداښار کې کیږي چې پکې به ولسمشر غني دبیلابیلو هیوادونو د استازو اؤ مشرانو سره خبرې اترې اؤ لیدنې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمد د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ‌ چې دغه ناسته د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره خورا مهمه ده او افغان پلاوی به هڅه کوي چې د دغه سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا روانه اوونۍ ویلي و چې د شنګهايي د همکاریو سازمان یوه ډېره عمده دنده د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې پر وړاندې د مبارزې دوام دی او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پياوړي کول دي.

روېټرز خبري اژانس د سینهوا د راپور له مخې لیکلي چې د شنګهایي د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو ترمنځ د وسله‎والو یاغیانو څه باندې ۵۰۰ روزنیز مرکزونه تخریب کړي او د نړیوالو ترورېستي سازمانونو شااوخوا دوه زره غړي یې نیولي دي

د شنګهایې همکاریو سازمان ۲۰۰۱ م کال کې د چین په شنګهای کې جوړ شوی وو.

چین، روس، قزاقستان، کرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان ددې سازمان دائمي غړي دي چې ورسره تیرکال پاکستان او هند هم شامل شوي دي.

دتیرکال په جون میاشت کې د قازقستان په سرښار استانه کې د شنګهایي همکاریو تنظیم د سرمشریزې غونډې په مهال پاکستان ته هم سازمان دائمي غړیتوب ورکړل شوی ؤ.

دشنګهایي دهمکاریو سازمان د څارونکو یا مبصر هیوادونو په فهرست کې افغانستان، ایران، بېلا روس او منګولیا شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG