لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز:دطالبانو بریدونو کې ۲۴سیمه ییز پولیس وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په کندوز ولایت کې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو په پوستو بریدونه کړي چې پکې ۲۴ پولیس وژل شوي اؤ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دکندوز د ولایتي شورا غړي امین ایدین ویلي طالبانو دغه بریدونه تیره شپه په قلعه ذال ولسوالۍ کې په یو شمیر امنیتي پوستو کړي دي.

افغان خبري شبکه پژواک وایي د ولایتي‌ شورا دغه غړي منلې چې بریدونو کې ۲۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي اؤ دهغوئ وسلې اؤ مهمات هم طالبانو دځان سره وړي دي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري هم دطالبانو دغه بریدونه تائید کړي اؤ ویلي یې دي بریدونو کې ۲۰ؤ سیمه ییزو پولیسو اؤ پاڅونوالو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

هغه دعوه کړې چې په دغه جګړه کې اته طالبان وژل شوي اؤ نهه نور ژوبل شوي دي.

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پخپله ټوئټر پاڼه دعوه کړې چې دقلعه ذال په بریدونو کې ۳۰ امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ شپږ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په افغانستان کې دطالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ دنښتو دا پېښې په داسې حال کې رامینځته شوي چې افغان دولت د روژې د ۲۷مې نه د کوچني اختر تر پینځمې ورځې اؤ طالبانو د اختر په دریوؤ ورځو کې یو بل سره اور بند اعلان کړی خو ددغه اوربند نه وړاندې طالبانو په افغان ځواکونو دخپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

افغان دولت د طالبانو د ملاتړ تور په پاکستان لګوي اؤ وایي اسلام اباد، کابل کې جګړو ته د دوام ورکولو دپاره طالبان پخپل موټي کې نیولي اؤ د پولې پورې غاړه پرې ترهګري کوي خو پاکستان بیا دافغان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي افغانستان کې سوله اؤ‌ثبات غواړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG