لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره د شخړې سياسي حل ته ژمن يو، اشرف غني


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي، "د سولې دپاره په لومړي ځل ملي يو والی رامنځته شوی او مونږ ژمن يو چې د طالبانو سره شخړه د سياسي لارې هواره کړو".

افغان ولسمشر د شنګهايي د سرمشريزې همکارۍ د ۱۸م ناستې په مهال دغه خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي، "زمونږ د سولې غېر مشروط وړانديز جامع دی او خوشحاله يو چې پرون طالبانو زمونږ د اوربند اعلان د مرستې په توګه ومانه".

ارګ په ټويټر ليکلي ښاغلي ولسمشر ويلي، "دوېم دا چې مونږ خوشحاله يو چې زمونږ نړيوال همکاران د يو خپلواکه، جمهوري، پرامنه او باثباته افغانستان د ملاتړ مرسته کوي".

نوموړي د امریکا د سويلي اسيا تګلاره د سولې او ثبات د شرطونو برابرولو د بدلون د لوبې په نوم ياده کړې ده.

اشرف غني ويلي مونږ د امنيت په برخه کې د يورپي يونين د سېوري لاندې په کال ۲۰۱۵م کې د برسلز غونډې راجوړولو او همکارانو د ملاتړ مننه کوو.

هغه ويلي مونږ د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو دپاره ادارې پياوړي کوو.

افغان ولسمشر ويلي درېمه دا چې مونږ وينو د باثباته افغانستان دپاره سيمه ييزه موافقه راولاړيږي، او هغه د افغانستان د خلکو او دولت په استازيتوب د اقداماتو کولو دپاره د مشرانو مننه کړې ده.

هغه زياته کړې افغانستان د سيمې د توانايۍ د سوداګرۍ دپاره په تندۍ سره په حقيقت بدلیږي او مونږ په اوونيزه کچه په ملي ګرېډ کې پرمختګ کوو.

ولسمشر زياته کړې مونږ د غبن (فساد)، حکومتي عملدارۍ او زمونږ د بشري او طبعي پانګونو د محدوديت په برخه کې د جامع ايجنډې د اصلاحاتو تندولو او په هغې د عمل کولو پلان لرو.

اشرف غني ويلي جمهوريت د خوښې د باروي مشرتابه پورې اړه لري او "مونږد کال ۲۰۱۸م کې د پارليماني او په کال ۲۰۱۹م کې صدارتي انتخاباتو ته په بشپړ ډول ژمن يو".

ولسمشر ويلي د دوي پرمختګ رښتونی دی خو په ډېرو ستونزو کې مخکې قدم اخلي. هغه زیاته کړې د خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو په قربانو حقونه ترلاسه کوي.

اشرف غني ویلي اولس يې چې د مشکلاتو او محروميتونو سره مخ دی سولې، ثبات، جمهوريت اوخوشحالۍ ته ژمن دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG