لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصغرستانکزي د هند لوبډلې ته د ټېسټ سيالۍ کې "خبرداری" ورکړی


د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان اصغرستانکزي ویلي "د هند پرضد د پينځه ورځنۍ (ټېسټ) سيالۍ دپاره يې ښې تيارۍ او حوصلې لوړې دي".

افغان لوبډله په لومړي ځل خپله نړيواله ټیسټ سيالي څلور ورځې وروستو د هند پرضد کوي.

افغان لوبډله ټیسټ سيالي په داسې حال کې کوي چې يادې لوبډلې په خپل کوربه توب په هند کې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۲۰ اوورونو په درېو سياليو کې په درې صفر سره ماتې ورکړې ده.

ستانکزي هندي رسنيو سره په خبرو کې ويلي "په تېرو دوه کلونو کې يې ښه لوبه کړې ده، مونږ د افغانستان دپاره کامیابي ترلاسه کول غواړو، تاسو بېټسمېنان، بالران وګورئ ټول ښه تيار دي".

نوموړي ويلي د خبرداري مطلب يې لوبډله ښه تیاره ده.

‌‌‌د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هند پر وړاندې د تاریخي ټسټ لوبې په موخه د دغه هیواد بنګلور ښار ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ لومړنۍ ټسټ لوبه د روانې جون مېاشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې نیټې په ایم چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.‌‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG