لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند نه ښه سپېنران په لوبډله کې لرو، اصغرستانکزی


د افغانستان کرکټ لوبډله چې په لومړي ځل خپله پينځه ورځنۍ (ټېسټ) سیالي کوي او د نړۍ د غوره لوبډلې (هند) سره به مخامخ کيږي د افغان لوبډلې مشر اصغرستانکزي ادعا کړې چې د هند نه ښه سپېنران ورسره په لوبډله کې دي.

ستانکزي ويلي د هند د رويندرا جدېجا او ار اشوين نه چې په نړيواله درجه بندۍ کې په څلورم او پينځم نمبر دي، د هغو نه ښه سپېنران لرو.

د کرکټ وېب پاڼې (اي اېس پي اېن کريک انفو) سره په خبرو کې نوموړي ویلي، "ټولې نړۍ ته مالومه ده چې راشدخان، مجيب الرحمان، محمدنبي، رحمت شاه او ظاهرخان زمونږ سره ښه سپېنران دي".

هغه ويلي يو ښه څيز ورسره دا دی چې لوبډلې ته کوم زيات ځوان سپېنران لوبغاړي راځي، دوی ټول راشد او نبي تعقيبوي.

ځکه اصغر ويلي، "زمونږ سره د هند نه ښه سپېنران دي".

افغانستان سره راشد خان، مجيب او نبي داسې سپېنران دي چې د شلو اووريزو په نړيوالو ليګ سياليو کې لوبېدلي دي.

د افغانستان وکټ کیپرمحمد شهزاد د هند سره د سيالۍ دپاره د ائيرلېنډد پاکستان سره لومړۍ ټېسټ سيالي د بېلګې په تودګه ياده کړې او ويلي يې دي څنګه چې ائيرلېنډ د پاکستان سره سخته مقابله کړې دغه ډول افغانستان به هم د هند سره ښه سيالي وکړي.

هغه ويلي، دا سيالي به د دواړو لوبډلو دپاره اسانه نه وي او دا به خوندوره لوبه وي. شهزاد ويلي راشد نه يواځې په هند بلکې په نړۍ کې منل شوی سپېنر دی.

د افغانستان دکرکټ لوبډلې کوچ فيل سايمنز ويلي راشد، مجيب او ظاهر خان ورسره تکړه سپېنران دي، هغه ویلي زه نه يم پوی چې دوی به د هند نه غوره وي، ځکه چې دوی کله ټېسټ لوبه نه ده کړې.

نبي هم د راشد د سپېن بال په اړه ويلي په اسانه د هغه په بال څوک نه شي پوهېدی.

د افغانستان لوبډله بنګلور ته رسېدلې او د ۱۴م نه تر ۱۸م جون د هند سره خپله لومړۍ ټېسټ سيالي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG