لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کِم جونګ اُن تاريخي ليدنه شوې


د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کِم جونګ اُن تاريخي ليدنه په سنګاپور کې شوې ده، دواړو يو بل له لاس ورکړي او خېر په خېر يې کړي دي.

دواړو مشرانو د ليدنې وړاندې خبريالانو سره خبرې کړي او د امريکا صدر ټرمپ ويلي دا به يو ښه تعلق وي. او کِم ويلي نن چې دوی چرته ناست دي دلته رارسېدل اسان نه ؤ.

د ليدنې وروستو صدر ټرمپ ويلي د کِم سره يو په يو ليدنه "ډېره ښه" وه، او د ښو اړیکو په اړوند يې خبرې کړي دي.

امريکا غواړي چې شمالي کوريا د ايټمي وسلو نه پاکه وي.

د دواړو مشرانو د ۴۰ دقيقو، منټونو پورې يو په يو ليدنې وروستو د دوی د پلاؤ ترڅنګ ليدنه شوې ده.

د صدر ټرمپ سره په پلاوي کې د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو، د سپينې ماڼۍ چيف سټاف جان کيلی او د ملي امنیت سلاکار جان بولټن شامل دي.

د کِم سره د هغه تر ټولو زيات نزدې تن کِم يونګ مل دی چا چې په وروستيو کې په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ سره ليدلي وو.

صدر ټرمپ د خبرو نه وړاندې ویلي ؤ، "مونږ به مسله حل کړو".

دغه ليدنه چې د سينګاپور په سينتاسو ټاپو کې شوې د ټرمپ کاروان اول د سينتاسو هوټل ته رسېدلی او لږ وروستو د کِم کاروان رسېدلی دی.

د دواړو مشرانو ليدنې ته ځکه تاريخي ویل کيږي چې دا په لومړي ځل د امريکې کوم صدر د شمالي کوريا د مشر سره ويني.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د امريکا او شمالي کوريا د مشرانو د ليدنې يوه ورځ وړاندې ویلي ؤ، د امريکې په هغه غوښتنه کې هيڅ بدلون نه دی راغلی چې شمالي کوريا دې غېر ايټمي وي.

پومپيو د دغه ليدنې په اړوند خوشبيني څرګنده کړې او ويلي ؤ د مذاکراتو دپاره ماحول ډېر په تندۍ سره مثبت لوري ته روان دی خو د امريکې په غوښتنو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

هغه ویلي ؤ د امريکې دپاره يواځينۍ قبوله خبره دا ده چې شمالي کوريا په بشپړه توګه، منل شوې او بيرته ايټمي وسلو پله نه تلونکې ټاپو کوريا وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG