لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال باجوه  افغان ولسمشر سره ليدو له کابل ته په سفر تلی


پخوانی عکس

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره ليدو ته کابل ته په سفر روان شوی دی.

د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور دغه خبر په ټويټر ورکړی او په انګرېزۍ او پښتو ژبو کې يې ټويټونه کړي دي.

اصف غفور په ټویټر ليکلي، " د پوځ مشر د صدر اشرف غني په بلنه هغه سره ليدو له کابل ته روان شوی دی".

نوموړي ويلي پاکستان غواړي چې افغانستان، امريکا او نېټو د افغان امن دپاره په هڅو کې بريالي شي".

پوځي ویاند د پوځ د مشر د سفر په اړوند نور تفصيل نه دی ویلی.

خو د چین رسمي خبري ادارې سینهواخبر ورکړی چې افغان او پاکستاني چارواکي په دې سره سلا شوي چې یو د بل پلازمینې ته به خپل ارتباطي افیسران لیږي، او همدا شان د سرحد په غاړو به د هماهنګۍ مرکزونه جوړوي او د هغو له لارې به د تندلارو په اړه استخباراتي معلومات یو بل سره شریکوي.

سینهوا لیکي چې دا خبره ورته د اتوار ـ یکشنبې په ورځ، یوې سرچینې چې د پوځي چارواکو په غونډه کې یې برخه لرله، کړې ده.

د پاکستان او افغانستان د پوځي عملیاتونو مشرانو په راولپنډي کې سره لیدلي چې په امنیتي برخه کې خپلې همکارۍ لا پسې پراخې کړي.

د پاکستان له پلوه د پوځي پلاوي مشر شیر شمشاد مرزا ؤ، او د افغان پوځي پلاوي مشري د نجیب الله علیزي پرغاړه وه. دا لیدنه کتنه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستو کې افغانستان او پاکستان د خپل منځي اړيکو ښه کولو هڅې پېل کړي دي.

د سینهوا د راپور ترمخې، که په کابل او اسلام اباد کې ارتباطي افسران د مشکوکو تندلارو د فعالیت په اړه کوم معلومات ترلاسه کوي، نو هغه به له کوربه هېواد سره شریکوي او پر هغو مشکوکو باندې د برید کولو پرمهال به د کوربه هیواد امنیتي چارواکي هم بدرګه کوي.

د هماهنګۍ مراکز به په تورخم او چمن کې جوړیږي. دا کارونه ټول، د سولې او امن په خاطر د افغانستان ـ پاکستان ایکشن پلان برخې دي.

XS
SM
MD
LG