لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيتا وايټ سره اړيکو په سر د عمران خان د ټاکنې کاغذونه چېلنج کړی شوي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ټاکنې جمع کړی شوي کاغذونه د سيتا وايټ سره اړیکو په سر چېلنج کړی شوي دي.

هغه د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ حلقې اېن ای ـ ۲۴۳ نه د انتخاباتو دپاره کاغذونه جمع کړي دي.

د اېکسپرېس ټريبيون ترمخه په کراچۍ کې د عبدالوهاب په نوم يو تن د ټاکنو د کاغذونو د ټاکنو د کمېشن افسر يا ريټررننګ افسر ته د عمران خان پرضد خواست کړی چې د هغه د سيتا وايټ سره اړيکې او تور يې لګولی چې د هغې نه يې لور ده.

د عمران خان پرضد دغه خواست په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان پخواني مشر قاضي افتخار محمد چودهري ويلي ؤ هغه به د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پرضد عدالت ته ځي، ځکه چې په هغه باندې په څرګنده د ايين د ارټيکل ۶۲اېف (۱) لاندې په هغه باندې سخت تور دي.

افتخار چودهري د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي ؤ په عدالت کې به دا ثابتوي چې عمران خان د پاکستان نه بهر دا منلې چې ټېرن وايټ د هغه لور ده خو پاکستان کې د دغه حقيقت نه منکر دی.

د عمران پرضد د خواست په لړ کې د تحريک انصاف ګوند یو غړی عمران اسماعيل عدالت ته حاضر شوی او ويلي يې دي، په دغه اړوند ځواب يواځې عمران خان کولی شي او د هغه دپاره یې د ۱۹م جون پورې د حاضرېدو وخت غوښتی دی.

هغه ويلي عمران خان عمرې له تلی او په ۱۸م جون به بيرته ستنيږي.

له دغې وروستو د عمران خان د کاغذونو جايزه اخستل د ۱۹م جون پورې ودرول شوي کومه چې د کاغذونو د جايزې اخستو وروستې نېټه ده.

عمران اسماعيل ويلي په عمران خان دغه ډول تورونه لګول د چا په وېنا يا د ارزانې مشهورتيا دپاره کولی شي، کله د سيتا وايټ موضوع رامنځته کولی شي او کله د هغه د پخوانۍ ښځې ريحام د کتاب عام کولو ويل کيږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان تور دی چې د هغه د امريکا د کېليفورنيا ریاست د سيتا وايټ نومې ښځې نه يوه لور (ټېرن وايټ) ده، خو عمران دا نه مني. سيتا وايټ په ۲۰۰۴م کال کې مړه شوې.

۲۶ کلنه ټېرن وايټ د سيتاوايټ لور ده، هغې په کال ۱۹۹۷م کې د لاس اېنجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد خواست کړی خو ويل کيږي په دغه وخت عمران خان د طبي معاينې (ډي اېن ای) دپاره د نمونو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

د عدالتي وروستو ښاغلي خان امريکايي رسنيو ته ويلي هغه به په پاکستان کې د وینې نمونه ورکړي او د پاکستان د عدالت فېصله به مني او زياته کړې يې وه هغه د کيليفورنيا او انګلېنډ اوسېدونکی نه دی پاتې شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG