لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په افغانستان کې د یو نوي ډېم په ګډون د 80 میلینه ډالرو 150 منصوبې سر ته رسوي


واشنګټن ــــ هند په جنېوا کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کانفرنس کې اعلان کړی چې کابل ته د اوبو ورکولو لپاره د یوه ډېم په ګډون به په افغانستان کې د 80 میلینه ډالرو په لګښت 150 پرمختیایي منصوبې سر ته رسوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر کانفرنس ته په خپله آنلاین وینا کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، هندوستان اراده لري چې په افغانستان کې د اوږدې مودې پرمختیایي کارونه تر سره کړي.

ایس جې شنکر ویلي په افغانستان کې د هند د ټولې درې اربه ډالره سرمایه کارۍ مقصد په افغانستان کې د عامو خلکو د حالت ښه کېدل او د حکومتدارۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره د ادارو ښه کېدل دي:

"د افغانستان په 34 ولایتونو کې به اوس داسې یوه برخه هم پاته نه وي چې زموږ تر 400 زیاتې پرمختیایي منصوبې نه وي ور غزېدلې".

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، له افغانستان سره یې یو قرارداد لاسلیک کړی چې په بنیاد به یې پر کابل سیند د شاتوت په نامه ډېم جوړېږي او د دې ډېم مقصد به د کابل دوه میلینه (شل لکه) خلکو ته د څښلو اوبو ورکول وي.

دا ډېم به د پولِ خمري د بجلۍ د ټرانسمیشن لاین پر 202 کیلومیټره مځکه جوړېږي چې په 2009م کال کې جوړ شوی او مقصد یې کابل ښار ته بجلۍ ورکول دي.

د جنېوا په کانفرنس کې د هند په ګډون تر اوسه د نړۍ نورو هېوادونو له افغانستان سره په پرمختیایي چارو کې د شپږ اربه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وایي، د اتیا میلینه ډالرو دا وړې منصوبې به یې په څلورو برخو کې په ډېره تېزۍ سر ته رسېږي چې د افغانستان په کلیو او ولسوالیو کې عام خلک ګټه ترې واخلي.

ایس جې شنکر هم د جنېوا په کانفرنس کې د ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد او افغان حکومت غوندې په افغانستان کې د سمدستي ډزبندۍ غوښتنه وکړه. نوموړي زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې موږ په افغانستان کې د امن او ارامۍ د ټولو هڅو ملاتړ کوو، د سمدستي او پراخې ډزبندۍ غوښتنه کوو. موږ دا باور هم لرو چې د امن بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د افغانانو تر واک لاندې تر سره شي".

ایس جې شنکر وایي په افغانستان کې یې پرمختیایي مرستې پینځه ډوله دي، چې په هغوی کې د بیارغونې لویې منصوبې لکه د دلارام او زرنج تر منځ 218 کیلومیټره سړک شامل دی چې له ایران سره نښلي، د هند او افغانستان د دوستۍ ډېم، د پارلمان ودانۍ او نورې منصوبې شاملې دي.

تر 65,000 زیاتو افغان زده کوونکو په تېرو کلونو کې په سکالرشپ په هند کې تعلیم کړی او 15,000 لا هم هلته په زدکړو بوخت دي. شاوخوا 3,000 سکالرشپونه افغانو نجونو ته په هند کې د تعلیم لپاره ورکړل شوي‌ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG