لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کپتان:دکرکټ میدان کې به دافغانستان مخ ونه کړو


دهندوستان دکرکټ دملي لوبډلې موقتي مشر یا کپتان اجینکي رهاني ویلي افغانستان سره په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې به دافغانستان لوبډله اسانه نه اخلي ځکه چې دغه لوبډله کې ډیر تکړه باؤلران شته.

د هند په بنګلور ښار کې دافغانستان اؤ هندوستان ترمینځ د تاریخي ټیسټ سیالۍ پیل کیدو څخه دمخه یوې خبري غونډې ته دهند د ملي لوبډلې مشر ویلي هغوئ دافغانستان دکرکټ لوبډلې ته ډیر درناوی لري خو د لوبې په میدان کې به یې مخ ونه کړي.

ښاغلي اجینکي خبریالانو ته وویل دهند لوبډله به پخپل ټول توان سره هڅه وکړي چې په دغه ټیسټ سیالۍ کې بری بیامومي اؤ لوبغاړي هم دې ته په بشپړ ډول اماده دي.

دافغان لوبډلې مشر اصغر ستانکزي څو ورځې مخکې ويلي وؤ چې دافغانستان سپنران يا ورو توپ اچوونکي له هندي سيالانو پياوړي دي، خو رهانى دغه ادعا ردوي وايي چې له دوى سره د اشون او جديجا په څېر پياوړي ټسټ توپ اچوونکي شته دي.

افغانستان سره راشد خان، مجيب او نبي داسې سپېنران دي چې د شلو اووريزو په نړيوالو ليګ سياليو کې لوبېدلي دي.

د افغانستان وکټ کیپرمحمد شهزاد د هند سره د سيالۍ دپاره د ائيرلېنډد پاکستان سره لومړۍ ټېسټ سيالي د بېلګې په تودګه ياده کړې او ويلي يې دي څنګه چې ائيرلېنډ د پاکستان سره سخته مقابله کړې دغه ډول افغانستان به هم د هند سره ښه سيالي وکړي.

د افغانستان لوبډله بنګلور ته رسېدلې او د ۱۴م نه تر ۱۸م جون د هند سره خپله لومړۍ ټېسټ سيالي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG