لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وايي د افغانستان د کرکټ لپاره نن يوه تاريخي ورځ ده


د افغانستان کرکټ لوبډله چې نن په لومړي ځل خپله پينځه ورځنۍ (ټېسټ) کرکټ سيالي د هند سره پېل کړې ، څيړونکي وايي دا د افغانستان د کرکټ دپاره تاريخي ورځ ده.

د هند د بنګلور ښار په چنېسوامي لوبغالي کې د افغانستان او هند ترمنځ د يواځينۍ ټېسټ سيالۍ پچه، ټاس هند ګټلی او لومړی بيټنګ يې اخستی دی.

د کرکټ کارپوهان وايي چې افغان لوبډله به له هند سره د پام وړ سیالي وکړي ځکه چې افغان لوبغاړو د انټرکانټینینټل سیالیو تر څنګ په کور دننه څلور ورځنۍ لوبې تر سره کړې دي کومې چې د ټسټ لوبې لپاره ښه سریزه کیدی شي.

خو یو شمېر نور فکر کوي چې هند به دا برلاسي ولري چې ښه لوبه وکړي ځکه چې په وېنا یې ګڼو لوبغاړو یې لسګونه ټسټ لوبې کړې دي او د افغانستان لومړنۍ تجربه ده.

خو د افغانستان مشر روزونکي فیلیپ سیمنز ډاډ ورکړی چې افغانستان په هند کې شاوخوا یوه نیمه میاشت سخت تمرینونه ترسره کړي او لوبغاړو یې ځانونه د ټسټ لوبې لپاره چمتو کړي دي.

د کرکټ یو شمیر کارپوهانو په راشد خان خوله خوځولې چې د هند لپاره سرخوږی جوړولی شي خو د هند له راویچندرن اشوین سره یې ځکه نه پرتله کوي چې وايي اشوین له ۱۰۰ ډیرې ټیسټ لوبې کړي او د راشد خان لومړنۍ تجربه ده.

د افغانستان ټول لوبغاړي چې په دغه سيالۍ کې برخه اخلي دپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه ده.

په افغان لوبډله کې محمدشهزاد (وکټ کيپر)، جاوېداحمدي، رحمت شاه، اصغرستانکزی، حشمت الله شاهدي، افسر ځاځی، محمدنبي، راشد خان، يامين احمدزی، وفادار او مجيب الرحمان شامل دي.

د هند په لوبډله کې شېکهردهون، مورالي ويجی، چېتيشور پوجارا، اجينکی راهنی (کپتان)، لوکېش راهول، ډېنيش کرتهيک (وکټ کيپر)، رويچندرن اشون، رويندرا جدېجا، اشنت شرما او اومېش يدوا شامل دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG