لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټ بال نړیوال کپ ۲۰۱۸م مېله نن په روس کې پېلیږي


د فټ نړیوال تنظيم فيفا د سيوري لاندې د فټ بال نړيوال کپ په ۲۱م ځل مېله نن په روس کې پېليږي او لومړۍ سيالي د روس او سعودي عرب لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې ده.

د فټ بال په نړيوال کپ کې د دفاعي اتل جرمني سره د ارجنټاين، برازيل، فرانس، اسپېن، پرتګال، انګلېنډ، روس، سعودي عرب، ايران او مصر په ګډون ۳۲ لوبډلې برخه اخلي.

د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ۶۴ سیالۍ ټاکل شوي چې د ۱۱ ښارونو په ۱۲ لوبغالو کې به ترسره کیږي.

د ۲۰۱۸م په د فټ بال د نړیوال کپ ۳۲ لوبډلې په اته ګرپوونو کې وېشل شوي دي.

د فټ د نړيوال کپ سیالۍ نن په ۱۴م جون پېليږي او فاينل لوبه به يې په ۱۵م جولايۍ ترسره کیږي.

د فټ بال په سږنو سياليو کې به د پاکستان په سيالکوټ ښار کې جوړ فټ بال لوبول کيږي.

ويل شوي د پاکستان د استازي په حېث به سارنګ هوت بلوچ په ماسکو کې د فيفا د پرانستې په دستوره کې د پاکستان بېرغ پورته کوي. دا لومړی ځل دی چې د پاکستان بېرغ به په افتتاحي دستوره کې پورته کول کيږي.

د سارنګ هوت بلوچ تعلق د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان صوبې سره دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG