لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبرپښتونخوا لنډمهاله کابینې سوګند واخستو


دخیبرپښتونخوا صوبې لس کسیزې لنډمهاله کابینې نن د ګورنر اقبال ظفرجهګړا په لاس سوګند اخستی اؤ دغسې د لنډمهاله وزیراعلی جسټس (ر)دوست محمد خان په مشرۍ تر نوؤ ټولټاکنو لنډمهاله حکومت خپلې ذمه وارۍ پیل کړي دي.

په لنډ مهاله کابینه کې اکبرجان مروت،محمد رشید خان،سائره صفدر،مقدس الله،عبدالروف خان، محمد ثناء الله خان،ظفراقبال بنګښ،انوار الحق،فضل الهي اؤ پخوانی جج اسد الله خان څمکني د وزیرانو په توګه اخستل شوي.

دخیبر پښتونخوا ګورنر ددغو لنډمهاله وزیرانو نه سوګند اخستی خو د ګورنر د ماڼۍ نه جاري شوې اعلامیه کې نه ده په ډاګه کړل شوې چې کوم وزیر ته کوم منصب ورسپارل شوی؟

په خیبرپښتونخوا کې د لنډ مهاله کابینې جوړیدلو سره سم په څلورو واړو صوبو کې د لند مهاله حکومتونو جوړیدو عمل سرته رسیدلی دی.

ټاکل شوې په پاکستان کې د جولایي په ۲۵مه نېټه عامې ټاکنې کیږي چې ترهغې به په مرکز اؤ صوبو کې لنډمهاله حکومتونه دولتي چارې پرمخ وړي اؤ هم به د ټولټاکنو کمیسون سره د ټولټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

دنورو صوبو په پرتله د خیبر پښتونخوا لنډ مهاله کابینه کې زیات وزیران اخستل شوي داسې هم ویل کیږي چې په دې وزیرانو کې زیاتره غیرسیاسي شخصیات شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG