لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني طالبانو ته:راځئ دائمي سوله کوؤ،دعلماؤ منځګړتوب منلو ته تیار یو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې د جنګونو نه لاس واخلي اؤ ددامداره سولې دپاره دملت ارادې ته لبیک ووایي.

په ارګ کې د کوچني اختر له مانځه څخه وروسته پخپلو خبرو کې ولسمشر غني ویلي “مونږ هر کال په اخترونو او نورو ملي ورځو کې په وسله والو مخالفانو د سولې او جنګ بندۍ غږ کولو تر څو زمونږ خلک لږ تر لږه په اخترونو او نورو ملي ورځو کې په ارامه خپلې خوشالۍ ونمانځي، خو سږ کال وسله والو طالبانو هم د حکومت غږ ته هرکلی وویلو او د اختر په ورځو کې یې اوربند اعلان کړی دی. هیله ده دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د چا وینه توی نه شي”

هغه وویل مونږ د سولې په وړاندې ټول خنډان له مینځه وړي اؤ دسولې دپاره وروستي ګامونه مو د ملت غوښتنو ته په درناوي کولو پورته کړي دي.

ولسمشر اشرف غني د روژې د ۲۷مې څخه د اختر تر پینځمې ورځې طالبانو سره د اوربند اعلان کړی اؤ په ډاګه کړې یې ده چې په دې ورځو کې به افغان سرتیري په طالبانو ډز نه کوي.

طالبانو هم داشرف غني ددغه اقدام په ځواب کې د اختر په دریوؤ ورځو کې د اوربند اعلان کړی خو اوس افغان سیاسي مشران اؤ عام خلک په ټولنیزو رسنیو د دواړو خواؤ څخه د اوربند غځولو اؤ دائمي سولې غوښتې کوي.

اشرف غني ویلي دملي یووالي حکومت د سولې په برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري اؤ دطالبانو په مشرانو هم غږ کوؤ چې د واقعي اؤ تلپاتې سولې په اړوند دملت غوښتنو ته درناوی ولري.

ولسمشر غني دطالبانو څخه غوښتي چې د ملي اؤ اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماؤ وروستي وړاندیزونو ته باید امادګي وښایي.

داشرف غني په وینا “د بین الافغاني سولې دپاره مونږ د علماؤ منځګړتوب منلو ته تیار یو اؤ غواړو چې د سولې مالکیت له ملت سره وي”

ښاغلي غني وویل” مونږ په دې یو کال کې د سولې د یوه جامع پلان له لارې مخ ته لاړو چې د ملت د ټولو اقشارو او سیاسونو په یوه غږ ترې ملاتړ کړی. په دې برخه کې د سولې عالي شورا څخه هم مننه کوم چې ددغې سترې ملي اجماع په رامنځته کولو کې یې بارز نقش ولوبولو”

نوموړې زیاته کړه د سولې له پروسې څخه د افغانانو په منځ کې قاطع ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت اماده دی چې په هر قیمت وي د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس حاضر دی چې په دغه برخه کې هراړخیز ګامونه پورته کړي.

هغه وویل دسولې دپان څخه دملت د ملاتړ ښه مثال د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان دی چې پرته له حکومتي او سیاسي ملاتړ څخه یې په سلهاوو کیلومتره مزل وکړ تر څو په تڼاکو پښو او ستړي ځانونو کابل ته د سولې پیغام راورسوي.

هغه د نړېوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا ، بریتانیې ، اروپايي ټولنې، د اسلامي کنفرانس او شنګهای سازمان څخه هم مننه وکړه چې دافغان دولت د سولې له پلان او اوربند څخه یې ملاتړ کړی دی.

د ولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته د سولې د دائمي وړاندیز په ځواب کې لا طالبانو خپل دریځ نه دی ښکاره کړی خو له دې وړاندې یې ویلي وؤ چې ترهغې به جنګونو ته دوام ورکړي ترڅو چې ټول بهرني عسکر دافغانستان څخه وتلي نه وي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG