لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي له افغانستان سره پرمختیایي مرستې یې یو ارب ډالرو ته ورسېدې


 Courtesy Image of Ministry of Finance, Afghanistan
Courtesy Image of Ministry of Finance, Afghanistan

په چین کې د پاکستان سفیر مسعود خالد د جمعې په ورځ ویلي چې له افغانستان سره یې په پرمختیایي برخه کې کړې مرستې یو ارب امریکایي ډالرو ته ورسېدې.

د پاکستان سفیر وایي له افغانستان سره یې دغه مرستې د بیارغونې، تعلیم، روغتیا، کرهنې او د افغانانو د مسلکي روزنې په برخه کې کړې دي او لا هم دوام لري.

پاکستاني سفیر مسعود خالد له یوې چینایي مجلې "چاینا انویسټمنټ" سره په مرکه کې ویلي، چې افغان ځوانانو ته یې د اعلی تعلیم لپاره د کال ۶۰۰۰ سکالرشپونه ورکړي، چې په هغوی کې ۱۰۰ مېرمنو ته ځانګړي شوي او خرڅ یې ټول پاکستان پر غاړه اخلي.

مسعود خالد وایي په سږني ۲۰۱۸م کال کې هم ۷۵۰ تنه افغانو زده کوونکو د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زدکړې پیل کړې دي.

د ښاغلي خالد په وینا پاکستان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې هم مرستې کړې، چې وایي په دې برخه کې یې د جناح روغتون، نایب امین الله خان لوګري او نشتر کډني سنټر په نوم درې روغتونونه هم جوړ کړي دي.

د پاکستان سفیر وایي حکومت یې د افغانستان د روغتیایي څانګې کسانو ته د روزنې لپاره بېلابېلې پروژې هم تر سره کړې، چې وایي په دې برخه کې د ډاکټرانو په شمول د روغتیا د برخې ۵۹ کسانو، نرسانو او تکنیکي کارکوونکو ته په ۲۰۱۷م کال کې روزنه ورکړل شوې او ۴۲ نورو کسانو ته به د پېښور د پښتورګو د ناروغۍ په مرکز (کډني ډیزیزز انسټیټیوټ) کې روزنه ورکول کېږي.

سفیر وایي هېواد یې د کرهنې، بېنکارۍ، رېلوې، پوځ او سفارتکارۍ په برخه کې هم افغانانو ته روزنه ورکړل شوې او د فیصل اباد په زرعي پوهنتون کې به هغو ۲۰ افغانانو ته له ټولو خرڅونو سره سکالرشپونه ورکړل شي، چې د زراعت، اوبه خور (آبیارۍ) او مالدارۍ په برخه کې اعلی تعلیم کوي.

هغه زیاتوي چې ډېر ژر به د لاهور په رېلوې اکېډمي کې د رېلونو یا اورګاډو مسلکي کسانو ته هم روزنه ورکړل شي.

ښاغلی مسعود خالد وایي پاکستان غواړي له افغانستان سره د کېډرونو په روزنه او د ادارو په جوړولو کې په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي او وایي په دې برخه کې افغانستان، پاکستان او چین د عملي مرستو د مکالمې په وسیله په درې اړخیزو خبرو بوخت دي.

د پاکستان سفیر وایي کابل ته یې د هېواد د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د وروستي سفر په مهال د دواړو هېوادونو چارواکي د کوټې کندهار هرات تر منځ او همدارنګه د کابل او پېښور تر منځ د موټروې پر جوړولو متفق شول او په دې اړه یې یوه تفاهمنامه هم لاسلیک کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG