لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني دپاکستان وزیراعظم اؤ پوځي مشر دملا فضل الله له وژنې خبر کړي‌


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دپاکستان لنډمهاله وزیراعظم ناصرالملک اؤ د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره ټیلي فوني تماسونه نیولي اؤ هغوئ یې خبر کړي چې دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله دافغانستان کونړ ولایت کې په یو ډرون برید کې وژل شوی دی.

پاکستان له تیرې ډیرې مودې راهسې د افغان دولت نه غوښتنې کولې چې افغانستان ته دتتښتیدلو ملا فضل الله اؤ دهغه دډلې دنورو وسله والو په ضد باید ګامونه واخلي.

دپاکستان د پوځ لخوا د جمعې په ورځ یو بیان کې ویل شوي چې دپاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله د کال ۲۰۰۹م راهسې افغانستان کې پټ ؤ اؤ دهغه وژنه یو غوره پرمختګ دی چې دپاکستان ولس پرې د اطمینان ساه اخستې ده.

پوځ پخپل بیان کې ویلي “دترهګرۍ په دله مینځه وړلو دپاره پاکستان مدام دګډ سوچ پخپلو ټینګار کړی اؤ دا دریځ‌ یې لرلی دی چې دافغانستان زمکه زمونږ په ضد کارؤل کیږي،په ګډه پوله په امنیتي پوستو وروستي بریدونه هم دافغانستان څخه شوي دي”
خو داسلام اباد ددغه دریځ برعکس کابل پاکستان دترهګرو په پالنه تورنه وي اؤ وایي چې پاکستان چې تر دې مهاله افغانستان ته څومره ترهګر ورپه ګوته کړي هغوئ کې زیات په عملیاتو کې وژل شوي اؤ یا هم د ژوندي نیول کیدو وروسته پاکستان ته سپارل شوي خو پاکستان بیا دافغانستان لخوا د ورپه ګوته ګړل شوؤ ترهګرو په ضد هیڅ ګامونه نه دي اخستي.

افغان ولسمشر دپاکستان لنډ مهاله وزیراعظم سره هم ټیلي فوني خبرې کړي اؤ هغه ته یې کونړ کې دملا فضل الله د وژل کیدو په اړوند جذئیات روښانه کړي .

د وزیراعظم ماڼۍ نه مطبوعاتو ته لیږل شوي بیان کې ویل شوي چې لند مهاله وزیراعظم ویلي د ملا فضل الله وژنه د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یو ستر پرمختګ اؤ دده په وژل کیدلو یو شمیر پاکستاني کورنیو ته انصاف ترلاسه شوی دی.

لنډ مهاله وزیراعظم هم تور لګولی چې دافغانستان زمکه څو ځله دپاکستان په ضد کارؤل شوې ده خو پاکستان افغانستان کې دامن اؤ سولې غوښتونکی دی.

په افغانستان کې د امریکایي پوځ یو ویاند اوړمه ورځ په یو ډرون برید کې امریکا غږ ته د ملا فضل الله د وژل کیدلو دعوه کړې وه چې د جمعې په ورځ افغان دولت ددغې دعوې پخلی کړی دی.

په پاکستان کې استخباراتي سرچینې وعوه کوي چې دطالبانو مشر ملا فضل الله په ۱۳م جون کونړ ولایت کې دروژه ماتي یوې دستورې کې له برخې اخستلو وروسته پخپل موټر کې کښېناستلو چې بې پائیلوټه امریکایي الوتکې پرې میزائیلي برید وکړو.

دغه سرچینې وایي چې په برید کې د ملا فضل الله په ګډون پینځه کسان وژل شوي خو دهغوئ مړي سوځیدلي اؤ په بشپړ ډول ایره شوي دي.

دپاکستاني طالبانو تحریک لا تر دې مهاله دخپل مشر د وژل کیدلو په اړوند څه نه دي ویلي اؤ سرچیني وایي دا مهال د ټي‌ ټي‌ پي رهبري شورا دخپل نوي مشر په ټاکنه په صلاح اؤ مشوره بوخته ده ، کله چې دنوي مشر دټاکل کیدلو عمل سرته ورسوي نو له هغې وروسته به دملا فضل الله د وژنې پخلی وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG