لاس رسیدونکی لینک

 
بنګلور کې دافغان کرکټ دملي لوبډلې اختر اؤ دمنظور پشتین خولۍ
تازه خبر

بنګلور کې دافغان کرکټ دملي لوبډلې اختر اؤ دمنظور پشتین خولۍ


دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله چې هندوستان سره دتاریخي ټیسټ سیالیو دپاره هند ته تللې وړوکی اختر یې هم دهند په بنګلور ښار کې نمانځلی اؤ د بنګلور دکرکټ په لوبغالي کې یې دخپلو وطن والو سره داختر مبارکۍ کړي دي.

خو نااشنا خبره دا نه ده چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اختر په هند کې کړی بلکې نااشنا دا ده چې د جمعې په ورځ دغو لوبغاړو سره څومره افغانانو د اختر مبارکۍ کړي په هغوئ کې زیاترو پاکستان کې دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتین خولۍ پسر کړې کړې.

دشنبې په ورځ په هندي مطبوعاتو اؤ ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ عکسونو کې لیدل کیږي چې دافغان کرکټ ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزی، اسپنر راشد خان اؤ محمد شهزاد د بنګلور په کرکټ لوبغالي کې خپلو مینه والو سره داختر مبارکۍ کوي ، هغوئ یې ځانته راغاړه ویستلي اؤ کوم خلک چې مبارکۍ له ورغلي هغوئ د منظور پشتین خولۍ پسر کړي دي .

د منظور پشتین دغه خولۍ په روان کوچني اختر کې دافغانستان اؤ پاکستان ترڅنګ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې په ګڼ شمیر پښتنو زلمو ځانله اخستي ، په دغو خولو کې یې عکسونه ویستلي اؤ بیا یې په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.

دافغانستان په پارلیمان کې هم له دې وړاندې دپارلیمان غړو د پښتون ژغورنې غورڅنګ سره دخپل پیوستون ښودلو په خاطر د منظور پشتین خولۍ پسرونو اېښودلې وې .

اؤ په سوشل میډیا خو بیا ځینو خلکو د فوټو شاپ دلارې دغه خولۍ د افغان ولسمشر اشرف غني اؤ هندي فلمونو د وتلو ستورو پر سرونو هم اېښودي دي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور روانه میاشت کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال د منظور پشتین ددغه خولۍ په ځانګړي ډؤل یادؤنه کړې وه اؤ پوښتنه یې راپورته کړې وه چې” اخر څنګه دیوې ټوپۍ دپاکستان څخه بهر جوړیدل اؤ پاکستان ته راتلل پیل شول؟”

دمنظور پشین خولۍ دا مهال دپېښور اؤ کابل په ګڼو بازارونو کې د خولیو په دوکانونو کې پلورل کیږي اؤ په دغو خولیو نړیوالو رسنیو ځانګړي راپورونه هم جوړ کړي په کوم کې چې ددغو خولیو پلورونکي وایي” نن سبا زیات خلک د منظور پشتین خولۍ اخلي”

دپاکستان اؤ افغانستان څخه بهر هیوادونو کې میشته زیاتره پښتانه په ټولنیز رسنیو خپلو پوسټونو کې له یو بله غوښتنې کوي چې باید د منظور پشتین خولۍ ورته ور ولیږي اؤ په دې وروستیو کې چې په امریکا، جرمني ، کاناډا ، هالیند اؤ نورو څومره هیوادونو کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ په ملاتړ څومره احتجاجي مظاهرې شوي دي په هغې کې د مظاهرو زیاترو ګډونوالو د منظور پشتین خولۍ پسرونو ایښودلي وي

پاکستان کې په دې وروستیو کې دپښتنو زلمو لخوا راپورته شوی دپښتون ژغورنې غورځنګ دپاکستان حکومت نه پینځه اساسي غوښتنې لري چې دنقیب مسید قاتلان اؤ ټول بې درکه کړل شوي کسان دې محکمو ته وړاندی کړل شي، په چیک پوسټونو دې پښتنو سره ناروا سلوک بند ، قبائیلي سیمو نه دې مائنونه پاک اؤ د عدالت نه پشي شا د وژل شوؤ پښتنو د وژنو پلټنې دپاره دې یو عدالتي کمیشن وټاکل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG