د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، تر اختر مخکې سرکاري جرګې ورسره ژمنه کړې وه چې حکومت به یې د اډیاله زندان د بندیانو په شمول د تحریک ټول نیول شوي پلویان ور خوشي کړي خو وایي خپله ژمنه یې پوره نه کړه او کسان یې لا هم بندیان دي.
"تر اوسه پورې زموږ کسان په اډیاله جېل کې دي، که د جون تر ۲۰مې نېټې پورې دوی را خلاس نه شول نو بیا به د پاکستان په هر ښار کې دهرنې [احتجاجي ناستې] کوو".
منظور پښتین نن د ګل- دوشنبې په ورځ پر فېسبوک په خپله وینا کې وویل، د تحریک ۳۷ غړو یې اختر په اډیاله زندان کې تېر کړ، ځکه چې وایي دوی انصاف غوښت خو د دې زمانې "لوی قاتل اختر په خپل کور کې تېر کړ، ځکه چې هغه یو باوردي ظالم وو".
د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو د جون په ۵مه په اسلام اباد کې احتجاج کاوه او په واڼه کې د علي وزیر پر کور د وسلوال برید غندنه یې کوله، چې پولیسو ۳۷ کسان ورڅخه ونیول او لومړی یې د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د پاروونکو ویناوو په تور مقدمه ورباندې وکړه او بیا یې د ترهګرۍ تور هم ورباندې ولګاوه.
د دغو ۳۷ بندیانو د را خوشي کېدو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د اختر له لومړۍ ورځې په بېلابېلو ځایونو کې احتجاجي ناستې پیل کړې دي. د بلوچستان په ږوب سیمه کې د اختر په لومړۍ پیل شوی احتجاجي کېمپ پرون د اختر پر دویمه هم پرانیستی وو.
د ږوب احتجاجي کېمپ ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر خان زمان کاکړ په خپله وینا کې وویل، نه یواځې په اډیاله زندان کې د بندي کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوي، بلکې په خپل احتجاج سره نړۍ ته دا هم څرګندول غواړي چې پاکستاني ریاست د دوی پرامنه احتجاج کوونکي په غیرقانوني توګه نیولي او زنداني کړي دي:
"سرکاري پروټوکول قاتلانو ته ورکول کېږي خو د جمهوري او پرامنه احتجاج لپاره را وتونکي خلک تر احتجاج له مخه نیول کېږي. دا ریاست د آیین په خلاف ورزۍ کولو کې تر ټولو مخته روان دی".
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي ټاکل شوې وه چې نن د اختر په درېیمه ورځ هم د ږوب په ظریف شهید پارک کې خپل احتجاجي کېمپ ولګوي، خو وایي پولیس ورته اجازه نه ورکوي او ورته وایي چې د ږوب د مرستیال کمیشنر له اجازې پرته احتجاجي کېمپ نه شي لګولای، مګر د ږوب سیمې سرکاري چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې قانوني دي او د دوی په وینا څه یې منل شوې هم دي، خو خو دا تحریک یې په وار- وار په بهرني ملاتړ تورن کړی او یو پلان شوی (انجینېرډ) تحریک یې ګڼي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په تېرو څلورو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې سترې ولسي جلسې کړې دي، خو تر جلسو مخکې او وروسته یې د پلویانو په ضد په بېلابېلو پولیس تاڼو کې د پاکستاني پوځ او ادارو په ضد د خلکو د پارونې په تور مقدمې درج کړې او وخت په وخت یې نیولي هم دي.